
د سرطان ناروغۍ نړيوالې ورځې را رسېدو سره هممهاله د عامې روغتيا وزارت مسئولينو رسنيو ته ويلي ،چې د تېر ۲۰۲۲ کال پر مهال هېواد کې ۳۰۰۰ تنه د سرطان ناروغۍ له امله مړه شوي دي.د ياد وزارت د مسئولينو پر وينا: په دغه موده کې شاوخوا ۳۳۰۰ نور کسان بيا پر سرطان ناروغۍ اخته شوي دي.د عامې روغتيا وزارت وياند شرافت زمان وايي: (( په ۲۰۲۲ م کال کې څه باندې ۳۳۰۰ تنه هېواد کې پر سرطاني ناروغۍ اخته شوي او همدا راز ۳۰۰۰ کسان يې له امله مړه شوي ، چې د عامې روغتيا وزارت هڅه کوي، هېواد کې د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره روغتون جوړ کړي.)) خانمحمد چې پر سرطان ناروغۍ اخته شوی او د کابل جمهوريت روغتون کې بستر دی، وايي: ډاکټرانو ورته ويلي، چې پر سرطان اخته شوی دی. د نوموړي په وينا: (( له ستوني يې مړۍ نه تېرېږي او زړه يې تنکېږي.))په ورته مهال د کابل جمهوريت روغتون کې بل ناروغ ګلحسين هم وايي ،چې د پوستکي په سرطان اخته شوی دی. دی زياتوي ،چې په ايران کې يې د خپلې ناروغۍ درملنه کړې وه، خو افغانستان ته په ستنېدو بېرته په دې ناروغۍ اخته شوی دی.ګلحسين وايي: دا يې دويم ځل دی، چې دې روغتون کې د پوستکي سرطان ضد واکسين کوي.په ورته وخت کې يو شمېر روغتياپالان له تمباکو څخه استفاده، د صحي خوړو نهشتوالی او د هوا ککړتيا د سرطان ناروغۍ زياتېدو مهمو لاملونه بولي.د جمهوريت روغتون ډاکټره سارا سخيزاده وايي: ((حللاره يې دا ده، چې ناروغان دې له دخانياتو استفاده نه کوي او د لمر له مستقيمې وړانګې دې ځان لرې وساتي، صحي خواړه دې وخوري او سپورت دې وکړي.))د يادونې وړ ده چې کابل، کندهار او هرات کې د سرطاني ناروغانو د درملنې لپاره د تشخيص درې مرکزونه فعاليت کوي او ټاکل شوې نږدې راتلونکې کې هېواد کې د سرطاني ناروغۍ د درملنې يو بل ځانګړی مرکز هم رامنځته شي.د فبرورۍ ۴مه د سرطاني ناروغۍ نړيواله ورځ هرکال په ټوله نړۍ کې د سرطان په اړه د پوهاوي کچې لوړولو، د مخنيوي ډول او پر سرطان د اخته کېدو څرنګوالي په موخه نمانځنه کېږي.