افغانستانخبرونه

د عاليقدر امير المؤمنين «حفظه الله» د فرمان پر اساس د جوزجان اوکونړ د علماوو شوراگانې جوړې شوې

د شرعي نصوصو پر اساس د اسلامي نظام د لا ټينګښت او پرمختګ لپاره له ديني علماوو څخه مشوره اخيستل شرعي امر دی، بناءً د جوزجان ولايت د چارو د لاښه سمون په موخه د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د فرمان پر اساس په لاندې نومونو علماء کرام او متنفذين د جوزجان ولايت د علماوو شورا د مسئولينو او اعضاوو په توګه وټاکل شول.
ښاغلی شيخ خير الله د علماوو شورا د رئيس په توګه، مولوي نقيب الله د شورا د مرستيال، مولوي عطاءالله د شورا د غړي او مالي او اداري مسئول په توګه، مولوي عبدالحي، مولوي سيد محمد، مولوي زين العابدين، مولوي محمد عثمان، مولوي فضل الدين، مولوي حکمت الله، مولوي الله نظر، مولوي عبدالله، مولوي عبدالباسط، مفتي احمدشاه، حاجي بيرم، حاجي عبدالجبار، حاجي ګل ضمير حاجي ملا غلام سخي او ښاغلی حاجي شېر محمد خان د ياد ولايت د علماوو شورا د غړيو په توګه و ټاکل شول.
د جوزجان د علماوو شورا مسئولين او اعضاء مکلفيت لري، چې له خپلې لايحې سره سم د همدې ولايت د چارو د ښه سمون لپاره او د ور سپارل شويو موضوعاتو په هکله د ولايت اړوندو مسئولينو ته د شريعت په رڼا کي مشورې ورکړي او د ولايت مسئولين مکلف دي، چې د علماوو شورا پر مشورو باندې د دوی د لايحې مطابق عمل وکړي او د لايحې په اجراء کې هم پوره کوښښ وکړي. ذبيح الله مجاهد د اسلامي امارت وياند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *