افغانستانخبرونه

د صنعت ملي او نړيوال نندارتون کې ۲۰۰ غرفې مېرمنوته ځانګړې شوې

په کابل کې ملي او نړيوال نندارتون کې ميرمنو ته ۲۰۰ غرفې ځانګړې شوې او د مېرمنو بېلابېلې پنځونې په کې نندارې ته وړاندې کېږي.د نندارتون ګډونوالو مېرمنو هم خوښي څرګنده کړه، چې په داسې نندارتونونو کې ښځو ته هم فرصتونه ورکول کېږي ، ترڅو دوى خپلې سوداګرۍ ته وده ورکړي او وکولى شي ، چې د نورو مېرمنو لاسنيوى وکړي او هم يې خپل اقتصاد پر پښو ودرېږي.د نندارتون يوه ګډونواله وايي ، چې نندارې ته د خپلو توليداتو په ايښودو يې وکولى شول، چې له ډېرو شرکتونو سره تړون وکړي او هيله لري ،چې دا به د دې لامل شي ،چې سوداګري يې يوه ورځ د نړۍ نورو هيوادونو ته پراخه شي.له سوداګرو مېرمنو سره له پنځلسو تر دېرشو نورو مېرمنو هم د کار کولو فرصتونه موندلي ،چې په وينا يې خپلو سوداګريزو چارو ته به نوره وده هم ورکړي او داسې نندارتونونه به د لاسي صنايعو د بازار موندنې په برخه کې دوى ته ګټور تمام شي.ملي او نړيوال نندارتون د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لورى جوړ شوى چې بېلابېل افغاني توليدات په کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *