افغانستانخبرونه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت : له روسيې، ايران او پاکستان سره ګډ لوی شرکت جوړ وو

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي د افغانستان، روسيې، پاکستان او ايران د سوداګرو په ګډون د يو کنسرسيوم له جوړولو خبر ورکړی.ياد وزارت وايي: په‌دې کنسرسيوم کې به د برېښنا، کانونو، کابل ته د سالنګ اوبو دراوستلو، د سالنګ د دويم تونل او دکابل-هرات دلويې لارې په پروژو نږدې يو ميليارډ ډالره پانګونه وشي.د دې وزارت سرپرست له رويټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي، په‌دې کنسرسيوم کې ۱۴ افغان سوداګر هم شامل دي.د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي وايي: (( افغان سوداګرو ته مو څلور وړانديزونه وکړل، يو د سالنګ تونل دی، چې د اته کيلو مټره په اوږدوالي سره نوي تونل جوړ شي، کابل ته د يوې اندازه څښاک اوبو رالېږدول، د کابل-کندهار-هرات دلويو لارو او د برېښنا د لېږد پورې دي.))د دې وزارت وياند اخندزاده عبدالسلام جواد زياتوي: (( د دې کنسرسيون ابتدايي پانګونه شپږ ميليارډه ډالره ده او ډېر ژر به د شرکتونو استازي کابل ته راشي او کار به پيل کړي.))له دې سره سم، د اقتصادي چارو ځينې شنونکي وايي: افغانستان په اوسنيو شرايطو کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته اړتيا لري. دوی همداراز د افغانستان، روسيې، ايران او پاکستان تر منځ د جوړ شوي ګډ کنسرسيوم پر ښه مديريت ټينګار لري.د اقتصادي چارو کارپوه سيرقريشي زياتوي: (( دغه ډول کنسرسيومونه په رښتيا سره کولای شي د افغانستان پر ځان بسياينې مثبته اغېزه وکړي))د اقتصادي چارو بل کارپوه سيد مسعود وايي: ((که موږ د دې کار سم مديريت وکړای شو په تېره کانونو، سرک، برېښنا او داسې نورو سکتورونو کې، موږ کولای شو يو ډول ښه اقتصادي حرکت جوړ کړو.))له بل لوري د اوبو چارو کارپوه کابل ته د پنجشېر د اوبو رسول يوه مهمه او عملي پروژه ګڼي.د اوبو دمسايلو کارپوه انجنير حميدالله يلاني وايي: ((د کنسرسيوم له لارې کابل ته د پنجشېر د څښاک اوبو لېږد يو نېک ګام دی او پلي کول يې هم عملي دي، ځکه چې له کورنيو سرچينو دي او کومه ستونزه نه جوړوي.))له دې مخکې د رياست‌الوزرا اقتصادي معاونيت اړوندو بنسټونو ته لارښوونه کړې، چې په افغانستان کې د بهرنيو پاتې نظامي اډې پر اقتصادي زونونو بدلې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *