
د صنعت او سوداګرۍ وزارت له تېرو څو ورځو راهيسې له کورنيو توليداتو څخه د ملاتړ په موخه د ټول هېواد په کچه له کورنيو محصولاتو د ګټې اخيستنې ملي پروګرام پيل کړی دی.د دغه وزارت وياند عبدالسلام جواد له ټولو حکومتي ادارو غواړي ،چې له کورنيو محصولاتو څخه د ملاتړ لپاره کورني توليدات وکاروي.نوموړی وايي، چې افغانستان د ۶۳ قلمه توکو توليد کې ځان بسياينې ته رسېدلی او اړتيا نشته ،چې دغه توکي له بهر څخه هېواد ته وارد شي.په ورته وخت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسئولين له کورنيو توليداتو څخه د ملاتړ پروګرام له پيلولو څخه هرکلي کوي او د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې يې ګټور بولي.د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی وايي: (( د کورنيو توليداتو د ملاتړ په موخه په ملي کچه پروګرام پيل شوی، چې د ياد پروګرام له پيل څخه هرکلی کوو او په دې برخه کې د اسلامي امارت اقدامات کولای شي، د هېواد د اقتصاد د ودې او پراختيا لامل شي.))بلهخوا يوشمېر کارپوهان وايي: په تېر يوه کال کې د اقتصادي ستونزو په دليل د توليدي شرکتونو فعاليت ټکني شوي او د اسلامي امارت دغه طرحه کولی شي يو شمېر دغه شرکتونه له ماتې سره له مخ کېدو وژغوري.د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسئولين زياتوي ،چې د چين، روسيې او ايران په څېر د سيمې هېوادونه په هېواد کې پانګونې ته لېوالتيا لري. چارواک همدارنګه وايي، په تېر يوه کال کې شاوخوا ۱۵۰ بهرنيو شرکتونو له دغه وزارت څخه په افغانستان کې د فعاليت جوازونه ترلاسه کړي.د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ دامهال په هېواد کې څه باندې ۴ زره توليدي شرکتونه فعاليت لري اوپه دې وروستيو ورځو کې ۷زره سوداګريزو شرکتونو خپل جوازونه تمديد کړي دي.