افغانستانخبرونه

د شېرپور غصب شوي ځمکې څيړنه پيلېږي

د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسيون وايي: په نږدې راتلونکي کې به د کابل په شېرپور سيمه کې د دولتي ځمکو د ارزونې لړۍ پيل کړي.د دې کمېسيون وياند وايي: د پخواني حکومت پر مهال په‌دې سيمه کې له پنځوس جرېبه زياته دولتي ځمکه په ناعادلانه توګه ويشل شوې ده.ويل شوي چې دغه ځمکې پخوانيو چارواکو ته وېشل شوې دي.د ځمکو د غصب د مخنيوي او دغصب شويو ځمکو د استرداد کمېسيون وياند عبدالحميد جهاديار وايي: (( زموږ تخنيکي پلاوی به د شيرپور په سيمه کې په غيرعادلانه ډول د وېشل شويو ځمکو څېړنه پيل کړي او له څېړنو وروسته به له افغانستان ولس سره خپلې پايلې شريکې کړي.))بله‌خوا د کابل ښار دشېرپور سيمې د ګذر وکيل او يو شمېر اوسېدونکي د غصب شويو ځمکو د څېړنې د بهير له پيلېدو هرکلی کوي.دغه اوسېدونکي له اسلامي امارته غواړي، چې دولتي ځمکې له زورواکو بېرته راوګرځوي.د کابل د شېرپور سيمې د ګذر وکيل سيد محمد وايي: (( موږ د دې پروسې له پيله هرکلي کوو، ځکه دا ځمکې بيت‌المال او د خلکو حق دي او بېرته بايد له زورواکو راوګرځول شي.))د کابل د شېرپور سيمې اوسېدونکی شمس‌الله وايي: (( دغه ځمکې بيت‌المال او د افغانستان د ټولو خلکو حق دی او يو څلور نفره بايد بيت‌المال غصب نه‌کړي.))د شېرپور د ځمکو وېش له پيله له نيوکو سره مخ و. دغه ځمکې د کابل په شېرپور او وزير اکبرخان سيمو کې پر پخوانيو چارواکو او د هغوی پر خپلوانو وېشل شوې وې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *