افغانستانخبرونه

د شپې، د ديني علومو او څوارلسم پاسو د کانکور ازموينې پايلې اعلان شوې

د شپې، د ديني علومو او اختصاصي يا دڅوارلسم پاسو د کانکور ازموينې پايلې د سلواغې په ۹مه) اعلان شوې. کانکور د ازموينو ملي اداره وايي، چې د کابل اوسېدونکي سعادت الله په دې ازموينه کې د ۲۷۵ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړي مقام خپل کړی او د کابل د اقتصاد پوهنځي ته کامياب شوی دی.د دغه رياست سرپرست ډاډ ورکړی، چې د شپې پوهنتونونو د کانکور ازموينه په شفاف ډول ترسره شوې ده.د آزموينې کمېټې آمر دوست محمد فيضي وايي: (( په امتحان کې مجموعا له درېو برخو څخه، چې څوارلسم پاسان، دديني علومو او دشپې پوهنځيو ګډونوال وو، آزموينه واخيستل شوه.))د ازموينو د ملي ادارې سرپرست زياتوي: د کانکور ازموينې په بهير کې پوره روڼتيا په پام کې نيول شوې ده.د آزموينو د ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني وويل: (( د تېر په پرتله الحمدلله د دې ازموينو شفافيت او آسانتياوې ډېرې وي او موږ خپلو ځوانانو او ولس ته ډاډ ورکوو، چې ځوانانو ته به ښې آسانتياوې برابرې کړو.))د پوښتنو بانک د تنظيم دمشر د شمېرو له مخې: د سږکال په ازموينه کې څه باندې څلور زره او پنځه سوه زده کوونکو برخه اخيستې وه.د پوښتنو بانک د تنظيم مشر سيد روضت الله مجيد څرګندوي: (( په اختصاصي برخه کې ۲۰۳۰ کسانو برخه اخيستې وه، چې ۱۱۵۶ تنه کامياب شوي، ۱۴۶۳ تنو د مدرسو يا ديني علومو په ازموينه کې ګډون کړی و، چې له ډلې يې ۱۰۵۰ تنه بريالي شوي او د شپې پوهنځيو په ازموينه کې ۱۰۵۸ تنو برخه اخيستې وه، چې له جملې يې ۷۷۶ تنه کامياب شوي دي.))د کانکور ازموينې د ملي ادارې سرپرست وايي: که څوک د دغې ازموينې له پايلو شکايت لري، ورته به رسېدنه وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *