
د افغانستان د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت مسئولين وايي: په تېرو شلو کلونو کې د جنګ د دواړو غاړو يتيمانو او د شهيدانو وارثينو ته په مساوي ډول حقوق ورکول کېږي او ترمنځ به يې توپيري چلند نه کېږي.د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت مرستيال عبدالحکيم حقاني وويل: د دوی هڅه دا ده، چې رښتيني يتيمان او د شهيدانو وارثين تثبيت کړي، څو په وخت سره خپل حقوق ورته ورسوي.نوموړي زياته کړه: د دوی په لېستونو کې هغه يتيمان او د هغوی وارثين هم شته چې پلرونه يې د تېر حکومت په نظامي ليکو کې د دوی په وړاندې وژل شوي دي:(( هغه خلک چې مجرد وو هغه به ايستل شوي وي که ملکيانو کې وو او که د تېرې ادارې نظاميانو کې وو، اما کوم ،چې رښتيا اولادونه لري هغه نه دي ايستل شوي. موږ په دې کې د مور او ميرې سلوک نه دی کړی، موږ د شهيد بچي ته هم هر څه ورکړي او د تېرې ادارې مقتول ته مو هم ورکړي.))د نوموړي په وينا: هغه ملکي خلک چې په تېرو شلو کلونو کې د بېلابېلو چاودنو له امله وژل شوي او يا د ښکېلو غاړو ترمنځ نښتو کې تلفات ور اوښتي، دغه وزارت هغوی ته هم خپل حقوق او امتيازات ورکوي.مرستيال وزير حقاني دغه راز وويل: معلولينو، يتيمانو او د شهيدانو وارثينو ته لس ميليارده افغانۍ ځانګړې شوي ،چې تر دې دمه يې ۱۵۰ زره معلولينو، ۸۰ زره کونډو او ۳۵۰ زره يتيمانو ته خپل حقوق ورکړي دي:(( په مجموع کې موږ يو لک او پنځه پنځوس زره معلولينو ته تر دې وخته پورې هغه مهانې رسولي. ۸۰ زره کونډو ته او کم او زيات درې نيم لکه يتيمانو ته د ټول افغانستان په سطحه حقوق ورکړل شوي دي.))په ورته وخت کې د خوست د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس عبدالرحيم احسان وويل: د يوې شفافې پروسې له لارې يې تردې دمه هغه دوه زره کسان له خپلو لېستونو لرې کړي، چې د حقوقو اخيستو مستحق نه وو: (( غير مستحق کسان چې وو هغه موږ لرې کړي دي په دې خاطر چې دا حقوق مستحقو کسانو ته ورسېږي، نو په دې کې دا رښتيا ده ،چې، کم او زيات دوه زره فورمې له دې څخه لرې شوې دي.))د يادونې وړ ده ،چې څه موده وړاندې په خوست کې د شهيدانو او معلولينو چارو پر رياست نيوکې وشوې چې، د تېر نظام نظامي معلولين او شهيدان يې له لېستونو لرې کړي ، خو د دغه رياست مسئولين دا تورونه ردوي.