
د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئيس الحاج ملا فيض الله ((تميم))په کابل ولايت کې د وسپنې او فولادو توليد له يو شمېر فابريکو ليدنه وکړه. په دې کتنه کې له عمومي رئيس سره د سټنډرډ ملي ادارې، مالي او اداري چارو مرستيال مولوي عطاءالله فريد، د دفتر رئيس مولوي وحيد احمد بدري،د مطابقت ارزونې رئيس مفتي فضل الرحمن منصور او اړوندو مسوولينو هم حضور درلود.دغه غونډه د هېواد له کورنيو معيارونو سره سم د سېخ ګُل او ساختماني وسپنې د توليد څارنې، د صنعتکارانو او د فابريکو خاوندانو د هڅونې او د کورنيو توليداتو په برخه کې د خصوصي پانګونې د جلبولو په موخه جوړه شوې وه.ښاغلي الحاج ملا فيض الله تميم د يادې فابريکې د توليداتو د معياري کولو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې او يادونه يې وکړه: د سټنډرډ ملي اداره هوډ لري چې د هېواد په بازارونو کې د خامو موادو د قاچاق او د جعلي توکو د پلور مخه ونيسي. هغه دغه راز مالي او اداري چارو مرستيال د څارنې په بهير کې پر دوامداره څارنې او روڼتيا ټينګار وکړ.