افغانستانخبرونه

د سټنډرډ ملي اداره: د بې کيفيته توکو مخنيوي ته دوام ورکوو

د سټنډرډ ملي ادارې ايران ته د نيمروز بندر له لارې د ۱۳ ټانکره بې کيفيته تېلو د بېرته ور ګرځولو خبر ورکړی دی.يادې ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د نيمروز بندر له لارې يې ۱۳ ټانکره بې کيفيته تېل چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره يې مطابقت نه درلود بېرته ايران ته مسترد کړي دي.خبرپاڼه زياتوي، چې په دې وروستيو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جديت د بې کيفيته تېلو د واردولو د مخنيوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي. يادې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کيفيته توکي وارد کړي، کنه  نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.د يادونې وړ ده، چې يادې ادارې د اسلامي امارت له بيا واکمنۍ څخه تر اوسه پورې سلګونه ټانکره بې کيفيته نفتي توکي اړوندو هېوادونو ته ورګرځولي دي.هېره دې نه وي چې وړمه ورځ هم دغې ادارې ۲۰ ټانکره بې کيفيته تېل ايران ته ورګرځولي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *