
کندهار کي د سټنډرډ ملي ادارې مسئولين د بېکيفيته تېلو د پلور اجازه هېچاته نه ورکوي، چې په خبره يې؛ تېرو درېيو مياشتو کې ۳۴۰۰ ټانکره تېل د سيلو ګمرک له لاري کندهار ته راغلي، چې له ډلي يې ۳۱۷۰ ټانکره د ښه کيفيت څخه برخمن وه؛ ولي د ۲۳۰ ټانکرونو کيفيت سم نه وو او پايله يې منفتي يا د سټنډرډ سره نه وه برابره.
د کندهار د سټنډرډ ملي ادارې آمر مولوي محبالله عزام وويل؛ دوی د يادو ۲۳۰ بېکيفيته ټانکرانو له ډلي همدلته له ۲۱۷ ټانکرانو سره نور تېل يوځای او پر سټنډرډ او معيار يې برابر کړل؛ ولي د پاتې ۱۳ ټانکرونو د تصفيې مشينرۍ ته اړتيا درلوده، چې له دي ډلې اته ټانکرونه هرات ته واستول شول، ، ترڅو هلته د مشينرۍ په وسيله ښه تصفيه او پر سټنډرډ برابر سي. نوموړی وايي: په کندهار کې د دوی کاري ټيم پوره هڅه کوي، ترڅو د بېکيفيته تېلو مخه ونيسي.
کندهار ښاريان او د ترافيکي وسايلو چلوونکي په کندهار کې د بېکيفيته تېلو د مخنيوي په برخه کې د سټنډرډ ملي ادارې د کارونو او فعاليتونو ستاينه کوي او وايي: د پخوا په پرتله اوس کندهار کې تر ډېره د بېکيفيته تېلو مخه نيول شوې؛ ولي اړتيا داده، ترڅو په کندهار کې د دې ادارې له لوري د تېلو څخه همدغسي ارزونه تل روانه وي، ترڅو د تېلو کيفيت په بشپړه توګه سم کړي او هم يې پر سوداګرو ږغ وکړ، چې د بېکيفيته تېلو له واردولو څخه په کلکه ډډه وکړي.د يادولو وړ ده، چې په دې وروستيو کې د بېکيفيته تېلو د ارزوني لړۍ د ټول هېواد په کچه خورا په جدي ډول روانه ده، چې له کبله يې په لسګونه ټانکره بې کيفيته تيل بيرته ايران هيواد ته هم استول شوي.