افغانستانخبرونه

د سيمې اوسېدونکي : حکومت دې د پکتيا او پکتيکا لويه لاره جوړه کړي

د پکتيکا اوسېدونکي شکايت کوي، چې د پکتيا او پکتيکا ترمنځ د زرمت لويه لاره له څو کلونو راهيسې خرابه ده او د جوړېدو لپاره يې پاملرنه نه ده شوې.د دوی په خبره: څو کاله وړاندې يې يو ځل د جوړېدو چارې هم پيل شوې، خو د څه وخت په تېريدو سره يې کارونه پاتې شوي او له هغه وروسته بيا کار ورباندې نه دی شوی.د پکتيکا اوسېدونکی دلاور وايي: دوی ناروغان د لارې د خرابوالي له کبله پر وخت مرکز ته نه شي رسولی او زياتوي ،چې دغه سړک دې په اساسي ډول جوړ شي، څو د خلکو ستونزې حل شي:(( پکتيکاوال ناروغان نه شي رسولي مرکز ته، که رسوي يي، امبولانس او نور موټر يې په دې خرابه لاره باندې نور هم پسې ژوبل کړي. اساسي غوښتنه د زرمت د ولسونو هم ده لکه د پکتيکا د مرکز او نورو ولسواليو د ولسونو چې ده؛ دا سړک دې جوړ شي.))د پکتيکا يو بل اوسېدونکي احسان هم وايي: د پکتيکا اوسېدونکي په دې لاره ګردېز او کابل ته تګ راتګ کوي، د سړک د خرابوالي له کبله خلک له ستونزو سره مخ دي.ده زياته کړه: څو کاله وړاندې يې د جوړېدو چارې روانې وې، خو کارونه يې د څه وخت په تېريدو سره بيرته پاتې شوي دي:(( موږ تقريباً څلور کاله کېږي تګ راتګ پرې کوو، نو زياته خرابه ده، زيات تکليفونه په کې دي، ډېر سخت سړی ځوروي او تېرو وختونو کې يې څو وارې د جوړولو کار هم پيل شوي و؛ خو بدبختانه بېرته په پيل کې پاتې شو اوس ډېر کم ځای پوخ شوي دي.))د پکتيا د ټولګټو چارو رئيس حزب الله وايي: د دې لارې د جوړېدو لپاره يې له وزارت سره طرحه شريکه کړې او په وينا يې: که په راتلونکي کال کې پوره بودجه ورکړل شي، د جوړېدو کارونه به يې پيل شي. د پکتيا له لوري د دېرش کيلو متره سړک د جوړيدو ژمنه شوې ده:((که بوديجه پيدا شوه، انشاءالله وعده ،خو يې راسره کړې ، موږ خو يې د پخېدو اراده لرو. دېرش کيلو متره وعده يې راسره کړې. دا جوړوالي او نه جوړوالي به يې په راتلونکې کال کې معلومېږي له بوديجې څخه چې، موږ ته بوديجه راکوي او که نه.))د يادونې وړ ده ،چې د پکتيا او پکتيکا ترمنځ د زرمت لارې د جوړولو کارونه د تېر نظام پر مهال، په دې سيمه کې د ناامنۍ له کبله ځنډېدلي او د سيمې اوسېدونکي يې له اوسني حکومته د جوړيدو غوښتنه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *