خبرونهنړۍ

د سوډاني پوځ مشر له ولسمشر اردغان د مرستې غوښتلو لپاره ترکيې ته ځي

په داسې حال کې چې د سوډان د پلازمينې خرطوم په ګډون د دې هيواد په ګڼو سيمو کې د پوځ او د چټک غبرګون د ځواکونو ترمنځ لا هم خونړۍ نښتې روانې دي سوډاني چارواکو خبر ورکړی، چې د پوځ مشر او چارسمبالي ولسمشر جنرال ((عبدالفتاح البرهان)) له ولسمشر اردغان د مرستې غوښتلو لپاره ترکيې ته ځي. يوې سرچينې سکاي نيوز عربي ته ويلي ، چې جنرال عبدالفتاح البرهان به د دې سفر په ترڅ کې د ترکيې له ولسمشر ((رجب طيب اردوغان)) او د ترکيې له لوړ پوړو چارواکو سره د جګړې د پای ته رسولو د لارو چارو او د سودان له خلکو سره د مرستې په اړه رسمي خبرې وکړي. دا له سوډان څخه بهر د برهان پنځم سفر دی، ځکه چې د اپريل په نيمايي کې په دې هيواد کې شخړې پيل شوې. په سوډان کې له څو مياشتو راهيسې د پوځ او د چټک ملاتړ د ځواکونو ترمنځ خونړۍ جګړې روانې دي. يوې روغتيايي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط سکايي نيوز ته ويلي، چې وړمه ورځ خرطوم ته څېرمه په يوه بريد کې لږ تر لږه ۱۷ ملکي وګړي وژل شوي، چې عيني شاهدانو يې پړه د چټک غبرګون پر ځواکونو اچولې ده؛ خو دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د پلازمينې خرطوم په اړونده سيمه کې د پوځ په هوايي بريدون کې ۲۰۰ کسان وژل شوي وو. د ويلو ده چې په سوډان کې د روان کال د اپريل مياشتې په نيمايي کې د پوځ او د چټک غبرګون د ځواکونو ترمنځ د قدرت پر سره نښې پيل شوي، چې د روغتيايي سرچينو په حواله تر اوسه پکې ۷۵۰۰ کسان وژل شوي او سلکونه نور ټپيان دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *