خبرونهنړۍ

د سوريې پلازمېنه دمشق کې درنې چاودنې؛

ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

هيواد:د سوريې دولتي تلويزيون خبر ورکړی، چې وړمه شپه ناوخته د ياد هېواد په پلازمېنه دمشق کې درنې چاودنې شوي، چې په پايله کې يې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د سوريې دولتي تلويزيون وايي، چې له چاودنو وړاندې سيمه کې د اسرائيلي اشغالګرو بې پيلوټه الوتکې ليدل شوي، چې درې يې د سوريې د وسله والو ځواکونو د هوايي دفاع سيستم ويشتلي او پاتې نورو يې د مشق ته څېرمه پر دو پوځي مرکزونو باندې بمبارۍ کړي دي.که څه هم د سوريې دولتي تلويزيون د اسرائيلو په وروستيو بريدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې دقيق ارقام نه دي څرګند کړي؛ خو د سوريې د بشري حقونو لندن ميشتي سازمان د يوې اعلاميې په خپرولو سره ادعا کړې ده، چې د اسرائيلو په بريدونو کې د سوريې د وسله والو ځواکونو ۱۶ تنه غړي وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.د ويلو ده، چې وړمه ورځ هم د سوريې د “حلب” هوايي ډګر ته څېرمه د ياد هېواد څو پوځي مرکزونه اسرائيلي نيواکګرو په نښه کړي وو، چې په پايله کې يې ۱۵۰ تنه پوځيان ووژل شول او نږدې ۳۰۰ نور ټپيان شوي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *