
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت ويلي: په تېرو اتو مياشتو کې د سيمې هېوادونو، اروپا او امريکا ته له درې زره ټنه زيات جلغوزي صادر شوي دي.د ياد وزارت په وينا يوازې په اتو مياشتو کې له ۲۲۰۰ ټنه زيات جلغوزي چين ته صادر شوي دي.د دغه وزارت وياند وايي د جلغوزې د صادراتو لپاره هڅې لا هم روانې دي.د صنعت او سوداګرۍ وزارت اخندزاده عبدالسلام جواد زياتوي: ((موږ هڅه کوو، چې له بېلابېلو هېوادونو سره د هوايي دهلېز له لارې وصل شو او زموږ خبرې دوام لري. همداراز موږ هڅه کوو چې خپلو سوداګرو ته د صادراتو په برخه کې آسانتياوې برابرې کړو، ترڅو وکولای شي، ژر تر ژره نړيوالو بازارونو ته لاسرسی ولري.)) د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، اوس څه باندې ۳ زره ټنه جلغوزې صادرولو ته برابر دي او همداراز له اسلامي امارته غواړي ،چې د سوداګرو بانکي ستونزې حل کړي.د سوداګرۍ او پانګونې خونه د مديره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: ((جلغوزې آن د وري او غويي مياشتې پورې سيزن او بازار لري ،چې بايد ولېږدول شي، اوس چې يې يو دوې مياشتې تېرې شوې او مرغومي اوس پيل شو، همدا مياشت يې ښه سيزن دی، ځکه په ژمي کې ډېر کارول کېږي.))له بل لوري يو شمېر کروندګر بيا وايي چې، د تېر کال پر تله سږکال د جلغوزې په محصولاتو کې له لس تر پنځلس سلنې کمښت راغلی دی.کروندګر فريد وايي: ((د خوست، پکتيا، پکتيکا، همداسې د لغمان، کاپيسا، ننګرهار دغه منطقې د تېر کال په پرتله بېخي کم و، تقريباً لس، پنځه لس سلنه کم و، زما په نظر سږ کال يې حاصلات شل زره دوه زرو بوريو ته رسېږي.)) د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مالوماتو له مخې، په ۱۴۰۰ کال کې څه باندې ۵ زره ټنه جلغوزې د هوايي دهلېز له لارې نورو هېوادونو ته صادر شوي وو.