افغانستانخبرونه

د سوداګرۍ خونه: اوسمهال بهر ته د زړو وسپنو پرځای ګول سیخونه صادرېږي

د افغانستان د سوداګرۍ خونې سرپرست محمد يونس مهمند وايي، چې له افغانستان څخه بهر ته د زړو وسپنو د قاچاق کولو مخه نيول شوې او اوس د وسپنې پر ځای نورو هيوادونو ته ګول سېخ صادريږي. له دې مخکې افغان حکومت د کابينې غونډه کې له هېواده بهر د هر ډول وسپنو او کباړو پر ايستلو بنديز لګولی. په ورته مهال د چارواکو په وينا، اوس د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د وسپنې ويلې‌کولو شاوخوا ۴۲ فابريکې فعاليت کوي ، چې د ګاډرو او ګول سېخ ترڅنګ د المونيمي چودني توکو او نورو بېلابېلو توکو توليدي کارخانې فعاليت کوي. د راپورونو پر اساس په يادو کارخونو کې لسګونه زره کسان په کار بوخت دي، خو نورو هېوادونو ته د خامو توکو قاچاق بيا د کورنيو توليداتو مخه ډب کولی شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *