
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وايي: هوايي دهلېزونه د هېواد د صادراتو د زياتوالي لپاره اړين دي او د پوره پراختيا او آسانتيا لپاره به هوايي دهليزونو ته وده ورکړ شي.د سوداګرۍ او صنايعو وزير نورالدين عزيزې څرګنده کړې؛ ګاونډ هېوادونو ته د افغانستان صادرات د وارداتو په پرتله ډېر شوي او دغه وزارت په هېواد کې د بيو راټيټولو او کنټرول لپاره له هر ډول امکاناتو کار اخلي.د سوداګرۍ او صنايعو وزير نورالدين عزيزي ويلي: د افغانستان د نساجۍ پر صنايعو د پانګونې او بيارغونې له لارې به له يوې خوا پر ځان بسياينې ته لاره اواره او له بلې خوا په هېواد کې خلکو ته د کار زمينه برابره شي.نورالدين عزيزي زياته کړې: دا مهال افغانستان په دوه پنځوس سکتورونو کې پر ځان بسياينې او په پنځلس نورو سکتورونو کې نيمه ځان بسياينې ته نږدې شوي دي.دا مهال د ځمکې او هوايي دهلېزونو له لارې د افغانستان غالۍ، زعفران، پوستکي، تازه او وچه ميوه صادريږي.اقتصاد پوهان وايي، چې د افغانستان د صنعتي کولو لپاره ډېرو هڅو ته اړتيا ده، چې دا هېواد پر ځان بسيا او صادارت يې تر واردتو ډېر شي.