
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري، د جرګو او قبايلو چارو د همغږۍ معين ملا عبدالخالق عابد او مل پلاوي په هغې ولسي غونډه کې ګډون وکړ، چې سمنگان مرکز او اړوند ولسواليو ګڼ شمېر ولسي وگړو او ديني عالمانو، په ګډون جوړه شوې وه.د يادې غونډې پرمهال ديني عالمانو او قومي مشرانو په خپلو خبرو کې داسلامي امارت له مشرانو څخه ،چې د خلکو ستونزې اوري او حل لارې ورته لټوي مننه وکړه او ويې ويل، موږ هغه ملت يو چې له پيړيو راهيسې پر کانونو او خزانو سربېره هم د فقر، غربت او محتاجۍ ژوند کوو.هغوی زياته کړه: دا چې اوس ټول ولسونه تر يوه بيرغ لاندې سره متحد او راټول دي، امنيت راغلي هيله منديو لکه څنګه چې اسلامي امارت د اقتصادي پياوړتيا لپاره په هره برخه کې کار پيل کړي همداسې دې د خپلو کانونو قانوني استخراج لا غښتلی کړي او بې روزګاره ځوانانو ته دې د کار زمينه برابره کړي.ورته مهال د سرحدونو، قومومو او قبايلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري وويل، چې د افغانستان خلکو د ايماندارۍ، غيرت، وقار، عزت او شجاعت په څېر لوړ صفتونه لري ځکه الله تعالی د دين ساتلو لپاره د جهاد سپېڅلي ماموريت ته ځانګړي کړل.نوري زياته کړه ، چې ملت او امارت لکه په يوه جسد کې روح او بدن داسي حيثيت لري، ملت په سختو شپو کې د مجاهدينو ملا تړلې حق لري چې ټولې مشروع غوښتنې يې ورپوره کړي.ورپسي د وزارت د جرګو او قبايلو معين ملا عبدالخالق عابد د توحيد کليمې ويونکي ټول ولسونه د يو بل وروڼه وبلل زياته يې کړه، چې د افغانانو تر منځ د متحد اوسېدلو ځينې نور مشترکات هم شته چې ټول يو موټي واوسي.