افغانستانخبرونه

د سرپناه او ښاري پراختيا برخه کې د پانګونې پر څرنګوالي خبرې وشوې

دا چې سرتاسري امنيت خوندي شوی او د پانګونې لپاره بستر هوار شوی، ټول داخلي او بهرني پانګوال کولای شي افغانستان کې بېلا بېلو برخو او په ځانګړې توګه د سرپناه، ښارګوټو او ښاري پراختيا برخه کې پانګونه وکړي.د کور او ښار جوړولو وزارت  د سرپرست شيخ حمدالله نعماني په مشرۍ د دې وزارت د مسکن، ودانيزو چارو او د زونونو د پراختيا مرستيال مولوي روح الله احمدي، د ياد وزارت د ښاري چارو مرستيال شيخ مدار علي کريمي بامياني او نورو اړوندو مسئولينو ناسته وکړه.په دې ناسته کې، د کور او ښار جوړولو وزارت په اډانه کې د سرپناه، ښارګوټو او ښاري پراختيا برخه کې د پانګونې پر څرنګوالي خبرې وشوې.د ناستې برخوالو  وويل ،چې څنګه کېدای شي په امارتي يا شخصي ځمکو کې د مسکن، ښارګوټو او ښاري پراختيا اړوندې پروژې پلي شي.دغه راز په ياده ناسته کې، د کورونو پر ډولونو خبرې وشوې او د اړوندو مسئولينو له لوري د مسکن ځينې ډولونه د بېلګې په توګه وښودل شول.د کور او ښار جوړولو وزارت له ټولو پانګوالو هيله لري دا چې افغانستان کې غوره زمينه برابره شوې، نو د مسکن، ښارګوټو او د ښاري پراختيا برخه کې دې پانګونه وکړي او دغه وزارت يې بشپړ ملاتړ کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *