افغانستانخبرونه

د سرحدونو او قومونو چارو وزارت مرستيال: افغانستان کې زورواکي او قوم پرستي پای ته رسېدلې

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت، د جرګو او قبايلو چارو مرستيال محمدعلي جان احمد وړمه ورځ کابل کې په يوې غونډه کې ويلي، چې په هېواد کې د قدرت جزيرې ختمې شوي او هغه کسان ،چې د افغانستان د بربادۍ او نيواک په فکر کې دي خپلو موخو ته به ونه رسېږي.ښاغلي احمد د ښوونيزو مرکزونو د برښنايي حاضرۍ او معلوماتو سيسټم د فعالولو په پرانيسټغونډه کې زياته کړي ،چې په افغانستان کې زورواکي او قوم پرستي پای ته رسېدلې او ټول افغانان د اسلامي نظام تر چتر لاندې ژوند کوي.محمد علي جان احمد په دغې غونډه کې زياته کړه: (( نن ډلې او ټپلې نشته، نن زورواکۍ او ځانځانۍ نشته، تاسې وګورئ او په ټول افغانستان کې وګرځئ ، هرڅوک چې د خپل ځان لپاره لګيا دي، هغه ډېر وخت نه‌دی تېر کړی.))ورته مهال، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د ټکنالوژۍ رئيس عبدالمتين رحيم زي هم په دغې غونډه کې ويلي ،چې د اسلامي امارت له بيا واک ته رسېدو وروسته د افغانستان ټول سرحدونه خوندي دي او هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې په هېواد کې په ورانکارو او د اسلامي امارت پر وړاندې په تخريبي فعاليتونو لاس پورې کړي.ښاغلی رحيم زی څرګندوي: (( د افغانستان اسلامي امارت  به هېچا ته اجازه ورنه‌کړي چې د هېواد له پولو هېواد ته راننوځي او دلته دغه هېواد ته بدبختۍ او مخالفتونه په برخه کړي.))د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په افغانستان کې د خلکو له حقونو د سرغړونې راپورونه ردوي او ډاډ ورکوي ،چې  په هېواد کې د ټولو وګړو حقونه خوندي دي. د دوی په وينا، د اسلامي امارت د چارواکو لپاره د خلکو ګټې لومړيتوب لري او شخصي ګټې ورته مهمې نه ‌دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *