خبرونهنړۍ

د سختو اورښتونو له امله امريکا کې زرګونه پروازونه لغو شوي

سختو بادونو، بارانونو او واورو په امريکا کې ګډوډي رامنځته کړې، د الوتکو په زرګونو پروازونه لغو شوي او ګڼې لويې لارې د ترافيکو پرمخ تړل شوې دي. د امريکا د هوا پېژندنې ادارې د راپور له مخې، په ځينو ځايونو کې د تودوخې درجه د سانتي ګراد په کچه له منفي څلورو درجو څخه ښکته ښودل شوې ده. د ژمي سختې يخنۍ ،چې د بادونو او سختو بارانونو سره مل ده، ۲۴۰ ميليونه امريکايان متاثره کړي دي. د راپورونو له مخې وړمه ورځ د امريکا په سويلي او ختيځو ايالتونو کې تر يو ميليونه زيات خلک له برېښنا بې برخې وو. د پروازونو د خبرتيا وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، په ټوله امريکا کې تر ۳۵۲۰ ډېرې الوتنې لغوه شوې او ۱۹۰۰ پروازونه ځنډول شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *