
د کابل يوشمېر اوسېدونکي د پلازمېنې په بازارونو کې د سبزيو په ځانګړې توګه د پيازو د بيې له لوړېدو شکايت کوي. دوی وايي چې ورځ ترې بلې د کابل په بازارونو کې د پيازو بيه لوړېږي.د کابل د اوسېدونکو په وينا، ډېری کورنۍ بېوزله دي او د پيازو د پېرلو توان هم نه لري. د کابل اوسېدونکی نويدالله وايي: (( يو من پياز ۴۰۰ افغانيو ته رسېدلې. ټول شيان قيمته شوي، هر څه چې راځي بيې يې لوړې دي. يوه بورۍ اوړه ۲۲۰۰ افغانۍ دي.))په ورته مهال د کابل يو بل اوسېدونکی عليحسين وايي، چې پخوا به يې يوه کيلو پياز په ۲۰ افغانۍ پېرل، خو اوس يې بيه ۴۰ افغانيو ته لوړه شوې ده. د نوموړي په وينا، د توکو د بيو لوړېدو له امله د پخوا په پرتله اوس نيمايي توکي اخلي.عليحسين زياته کړه، که پخوا به يې سبزي يو من اخيسته، خو اوس يې د توکو د لوړو بيو او بېوزلۍ له امله نيم چارک پېري.په ورته وخت کې يوشمېر سوداګر وايي: بهر ته په ځانګړې توګه پاکستان ته د پيازو صادرات او لوړه ګمرکي تعرفه هغه لاملونه دي ،چې له امله يې د کابل ښار بازارونو کې د پيازو بيه لوړه شوې ده.افغان سوداګر محمد وايي: (( پياز لوړ شوي، قيمتونه لوړ تللي. په ۳۴۰ افغانۍ و او ۳۶۰ افغانۍ و. دا ځکه چې پياز پاکستان ته ځي او زموږ سوداګر يې پاکستان ته لېږدوي.))د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسئولين هېواد کې د پيازو حاصلاتو ختمېدل او د سالنګ لويېلارې تړل کېدل، د کابل بازارونو کې د پيازو بيې لوړېدو لامونو څخه بولي.د دغه وزارت وياند عبدالسلام جواد اخوندزاده وايي: (( افغانستان کې پياز خلاص شوي، ځکه موږ له هېواده بهر صادرات لرل، اوس مو چې وليدل، بيې لوړې ځي، موږ بېرته له ازبکستان او تاجکستان واردات پيل کړل. په دې ورځو کې چې بيې لوړې شوي، د دې لپاره دي ،چې موټر سالنګ کې د واورې د اورښت له امله ايسار پاتې دي.))دا داسې مهال دي ،چې هر کال د ژمي په راتګ سره د افغانستان بازارونو کې د سبزيجاتو بيې لوړېږي. هېواد کې د لويو او معياري سړوخونو نهشتون لامل شوي چې هر کال د پيازو او رومي بانجانو په څېر کورني محصولات پاکستان ته صادر او بيا ژمي کې بېرته په لوړه بيه افغانستان ته وارد شي.