
د سالنګ د ترافيکي پېښې ۱۹ تنو ټپيانو ته د افغانستان د اسلامي امارت د رئيس الوزراء ښاغلي الحاج ملا محمد حسن اخند له لوري شوې نقدي مرسته د چارو ادارې د لوی رياست د مالي رئيس ډاکټر سليم الرحمن هشام او پېښو ته د رسيدګۍ په چارو کې د دولت وزارت د دفتر د رئيس مولوي عبدالرحمن آخندزاده له لوري، توزيع شوه.
د چارو ادارې مالي رئيس د دغې پېښې له ټپيانو سره د ليدنې پر مهال چې د استقلال روغتون د سوځېدنې په څانګه کې بستري دی وويل؛ ښاغلي رئيس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند د سالنګ د ترافيکي پيښې د ټپيانو د تسليت لپاره له خپل شخصي حساب څخه له هر ټپي سره ۲۵۰۰۰ افغانۍ مرسته کړې ده.
ډاکتر هشام د دغې پيښې ټپيانو ته د عاجلې روغتيا هيله وکړه او له اړوندو ډاکترانو يې وغوښتل ،چې د ټپيانو روغتيا ته جدي پاملرنه وکړي.