
د زابل د عامې روغتيا مسئولينو ويلي: څه موده وړاندې يې د OHPM مؤسسې له مسئولينو د درملو غوښتنه کړې وه او تراوسه يې هغه تعقيبوله، چې له نيکه مرغه د دې مؤسسې مرسته شوي درمل رارسېدلي.د زابل عامې روغتيا رئيس ډاکټر عبدالحکيم حکيمي د دې درملو د ترلاسه کولو له امله خوښي وښوده او زياته يې کړه ،چې له دې درملو به د عاجلو واقعاتو د رامنځته کېدو په صورت کې کار اخلي.د ده په وينا: د ولايت په کچه د اوټ بريکونو رامنځته کېدو او نورو عاجلو واقعاتو د رامنځته کېدو په صورت کې د دارنګه چمتو درملو څخه د خلکو د درملنې لپاره کار اخلو. ښاغلي د OHPM مؤسسې له مسئولينو مننه وکړه او زياته يې کړه، چې د زابل روغتيا برخې سره دې په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.