افغانستانخبرونه

د زابل اوسېدونکي : د ښوونځيو د ودانيو نه شتون مو د ماشومانو زده کړې ټکنۍ کړي

د زابل په مرکز قلات ښار او ولسواليو کې دا مهال ۲۵۰ دولتي ښوونځي فعال دي چې يوازې ۷۹ يې ودانۍ لري.د دغه ولايت اوسېدونکي له حکومته غوښتنه کوي، چې ژر تر ژره دې د يادې ستونزې د حل لپاره ګامونه واخلي.د زابل دوه اوسيدونکي احمدولي او محمد شفيق وايي:(( د ښوونځيو د ودانيو نشت زموږ د ماشومانو پر زده کړو هم بده اغېزه کړې، ځکه په اوړي کې لمر او په ژمي کې يخنۍ ته ناست وي، دولت بايد دا ستونزه ژر تر ژره حل کړي.))(( زه له حکومت او مرستندويو موسسو څخه غواړم، چې ژر تر ژره دغو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړې.))بل لورته د زابل د پوهنې رياست مسئولين وايي، چې د نوي ښوونيز کال په پيل سره به ۸۰ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شي.د پوهنې رياست وياند ((احمد نېکزاد)) وايي چې اوس د زابل په ۲۵۰ ښوونځيو کې ۹۰ زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.(( يوازې ۷۹ ښوونځي تعميرونه لري، د ۸۰ نورو ښوونځيو له ودانيو درغېدو لپاره lKROموسسې ژمنه کړې ، چې په نوي کال کې به يې ورغوي اود پاتې نورو ښوونځيو لپاره هم موږ د موسساتو سره خبرې کوو، چې د هغوی مرستې هم راجلب کړو.))د يادونې وړ ده ،چې نه يوازې دزابل، بلکې د افغانستان په ګڼ شمېر نورو ولايتونو کې هم زده کوونکي له ورته ستونزې سره مخ دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *