افغانستانخبرونه

د رياست الوزراء سياسي مرستيال : د امن چاپېريال رامنځته کول د دولت او خلکو ګډ مسئوليت دى

درياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د کابل والي له شېخ محمدقاسم سره په ليدنه کې ويلي، چې د امن چاپېريال رامنځته کول د دولت او خلکو ګډ مسئوليت دى.شېخ محمد قاسم هم د کابل پر امنيتي، ټولنيز او اقتصادي وضعيت رڼا واچوله او په ډاګه يې کړه، چې د دغه ولايت امنيتي وضعيت ښه شوى دى.نوموړي دا هم ويلي، چې اداري او امنيتي مسئولين چارې په همغږۍ ترسره کوي او خلک د اسلامي امارت له مسئولينو راضي دي.د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د امنيت د ټينګښت لپاره د کابل والي ته ځينې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *