افغانستانخبرونه

د رياست الوزراء سياسي مرستيال:  افغان حکومت چمتو دی د خبرو له لارې د هيوادونو اندېښنو ته ځواب ورکړي

د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د جاپان له سفير تاکايوشي کوروميا سره ليدنه کړې.په دې ليدنه کې د جاپان سفير ويلي، جاپان او افغانستان اوږدې تاريخي اړيکې لري او هيواد يې له افغانستان سره د ښو اړيکو د پراختيا لپاره لېوالتيا لري.نوموړي زياته کړې، جاپان غواړي د افغانستان او نړۍ تر منځ د اړيکو په جوړښت او نږدېوالي کې مهم رول ولوبوي.د جاپان سفير دغه راز له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړی او ويلي يي دي؛ هيواد يې چمتو دی، چې په افغانستان کې د بيارغونې، پراختيايي چارو، روغتيا او د ظرفيت لوړدنې په برخو کې پروژې پلي کړي.د جاپان سفير ويلي: په دوحه کې د ملګرو ملتونو ناسته د افغانستان او نورو هيودونو د تعامل لپاره يو ښه فرصت و او زياته کړې يې ده، د افغانستان لپاره مهمه ده ،چې په دې ډول راتلونکو ناستو کې ګډون وکړي.د نوموړي په وينا: افغانستان او ملګري ملتونه دواړه بايد مثبت ګامونه واخلي ، ترڅو رسميت پېژندنې ته لاره پيدا شي.کوروميا ويلي: نه يوازې جاپان بلکې ټول هيوادونه پوهېږي، چې افغانستان په تېرو دوو کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړي دي، په افغانستان کې واحد نظام حاکميت لري او اړتيا ده او سرتاسري امنيت تامين دی.د رياست الوزراء سياسي مرستيال له افغانستان سره د جاپان له بشري مرستو څخه مننه او په دوام يې ټينګار کړی.نوموړي ويلي؛ جاپان تل په افغانستان کې له سولې، ثبات او پراختيا ملاتړ کړي او اړتيا ده، چې د افغانستان د بنسټونو په رغولو او پراختيايي پروژو پلي کولو کې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي. د رياست الوزراء سياسي مرستيال ويلي: اسلامي امارت له هر ډول تبعيض پرته د ټولو افغانانو لپاره خدمات وړاندې کوي، دا مهمه ده ،چې ټول افغانان له مرستو او دولتي خدمتونو برخمن شي او ټول افغانان په حکومت کې شامل دي.د نوموړي په وينا: د اسلامي امارت پاليسي دا ده، چې افغانستان به هېچا ته هم د ګواښ په توګه مطرح نشي او نه به چاته اجازه ورکړي ،چې افغانستان د چا پر ضد وکاروي.ده ويلي؛ اسلامي امارت په خپلو شرايطو چمتو و، چې د دوحې په ناسته کې ګډون وکړي، خو د ناستې تنطيموونکو دغه فرصت له لاسه ورکړ، خو دا له نړۍ سره د اسلامي امارت د تعامل او اړيکو د خرابوالي په معني نه ده.مولوي عبدالکبير ويلي: د راتلونکي ناستې لپاره د خبرو په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي  اعلان ته په ښه نظر ګوري او هڅه کوي چې په نورو داسې غونډو کې مثبت او معنا لرونکي ګډون ولري.نوموړي زياته کړې؛ اسلامي امارت په خبرو باور لري او غواړي هره ستونزه د خبرو له لارې حل شي.نوموړي ويلي: موږ د ټولو هيوادونو اندېښنو ته احترام لرو او چمتو يو چې د خبرو له لارې يې اندېښنې ځواب کړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *