افغانستانخبرونه

د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال: نړيواله ټولنه دې د پر ځان بسيا افغانستان لپاره رغنده رول ولوبوي

د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند، د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستيال مارټين ګريفيټس سره په ارګ کې وليدل.

د دغې ليدنې پر مهال ملا عبدالغني برادر اخوند وويل: واک ته د افغانستان د اسلامي امارت په رسېدو سره د نشه‌يي توکو د کښت او اداري فساد پر له منځه وړلو سربېره په ډېرو پرمختيايي برخو کې پرمختګونه شوي دي. ده کړه، د يو هېواد د پرمختګ او ځان بسياينې لپاره امنيت ډېر مهم دی او له نېکه‌مرغه په افغانستان کې اوسمهال سرتاسري امنيت تامين شوی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال د خپلو خبرو پر مهال وويل:موږ د امنيت د تامين، عمومي عفوې، داداري فساد ختمولو، پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو ددرملنې او نورو بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت هڅې ستايو او ملاتړ يې کوو. نوموړي زياته کړه، د تېرو ۴۰ کلونو په پرتله اوسمهال په افغانستان کې وضعيت ښه شوی او د افغانانو د ښې راتلونکي لپاره اميدونه زيات شوي. د مارټين ګريفيټس په خبره، نړيواله ټولنه د افغانستان د ستونزو دحل په موخه له اسلامي امارت سره تعامل او ددوه اړخيزو اړيکو ساتلو ته لېواله ده. اوسمهال د دغه تعامل لپاره له ټولو ښه فرصت برابر شوی او ډېرې ستونزې حل شوې دي.

په پای کې ملا عبدالغني برادر اخوند په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له بشري مرستو د مننې تر څنګ وويل: اسلامي امارت د خپل هېواد د بهبود په موخه ټولې هغه ستونزې له منځه وړې، چې نړيوالې ټولنې يې هم په اړه اندېښنې درلودې، نو اوس د دې وخت دی چې نړيواله ټولنه د پر ځان بسيا او آباد افغانستان لپاره رغنده رول ولوبوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *