افغانستانخبرونه

د روڼتیا نړیوال سازمان: د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان له فساد سره مبارزه کې د شفافیت ۲۴ امتیازونه خپل کړي

د روڼتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د فساد په اړه په خپل تازه خپور کړي راپور کې ويلي، چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان په ۲۰۲۲ کال کې له فساد سره مبارزه کې تر پخوا څو چنده ښه شوی دی.

د ياد سازمان د ۲۰۲۲ کال په راپور کې راغلي، چې د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې افغانستان د شفافیت له اړخه ۱۵۰ ځای خپل کړی دی.

د همدې سازمان د ۲۰۲۱ کال د راپور له مخې، افغانستان د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې له فساد سره د مبارزې له اړخه ۱۷۴ یم هېواد و.

ياد سازمان، د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې د اداري فساد کچه او د مخنیوي لپاره یې د حکومتونو هلې ځلې ارزولي چې پکې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان له فساد سره مبارزه کې د شفافیت ۲۴ امتیازونه خپل کړي چې د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې یې ۱۵۰ ځای خپل کړی دی.

د همدغه سازمان د ۲۰۲۱ کال راپور له مخې، افغانستان د ۱۶ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د یادو هېوادونو په منځ ۱۷۴ یم ځای خپل کړی و چې پر فساد د ککړو هېوادونو په ډله کې یې شپږم ځای درلود.

د شفافیت نړیوال سازمان د سږني راپور په اساس ډنمارک د ۹۰ نومرو په تر لاسه کولو د یاد نوملړ په سر کې ځای لري، پاکستان د نوملړ په ۱۴۰ نمبر او ايران بيا ۱۴۷ تر ټولو په فساد ککړ هېواد دی.

ويلی شو، چې افغانستان په ۲۰۲۲ کال کې د نوملړ د پیل له لوري د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې ۱۵۰ شفاف هېواد دی، خو د نوملړ د پای له لوري بیا هم ۳۰ په فساد ککړ هېواد بلل شوی دی.

د یادولو ده چې تېره اونۍ نړیوال بانک هم تېر ۲۰۲۲ کال افغانستان لپاره په مالي او اقتصادي برخو کې نسبتآ ښه ارزولی و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *