
يو خيريه بنسټ، د روژې مبارکې مياشتې په رارسيدو سره کابل کې پر ۱۰۰۰ اړمنو کورنيو خوراکي توکي وېشلي دي.د دغه بنسټ مسئولين وايي، چې د کابل په بېلابېلو ناحيو کې، نورو اړمنو کورنيو سره به هم مرستې وکړي.د ګلبهار خيريه بنسټ مطبوعاتي مسئول محمد عمر ځواک وايي: ((په دغو مرستو کې ۱۰۰۰ کورنۍ شاملېږي چې نن تاسې هغوی ته د توکو وېش وينئ او په دو نورو ورځو کې به ۵۰۰ کورنۍ په نظر کې ونيسو. روژه چې راورسېږي، زموږ پروګرام دا دی، چې له ۵ زره کورنيو سره مرستې وکړو.))بله خوا ځينې بېوزلې کورنۍ له مرستندويو بنسټونو غواړي ،چې له بېوزلو کسانو سره مرسته وکړي.شاه محمود د يوې اوولس کسيزې کورنۍ سرپرست دی. دي وايي، چې له سهاره تر ماښامه د نفقې پيدا کولو لپاه پر کار بوخت وي او د زدهکړو فرصت يې له لاسه ورکړی دی.شاه محمود وايي: (( زما د کورنۍ د غړو شمېر ۱۷ تنه دي. دوه وروڼه لرم. پلار مې سپين ږيری دی. د کورنۍ سرپرست نه لرم يوازې زه ګټيالي يم.))بله خوا، يو شمېر بې وزلي دغه مرستې کافي نه ګڼي او د نورو مرستو غوښتنه کوي.بې وزلې آرزو څرګندوي: (( له نورو مرستندويو بنسټونو هم غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي. اوس زموږ اقتصاد ډېر خراب دي.))