خبرونهنړۍ

د روغتيا نړيوال سازمان: په نړۍ کې ۵ ميليونه ماشومان له پنځه کلنۍ وړاندې مړه کېږي

د روغتيا نړيوال سازمان په يوه راپور کې ويلي، چې په ۲۰۲۱ م کال کې پنځه ميليونه ماشومان پنځه کلنۍ ته له رسېدو وړاندې مړه شوي دي.د روغتيا نړيوال سازمان راپور چې د مرغومي په ۲۰مه خپور شوي، په‌کې ويل شوي ،چې په دغه کال کې ۲،۱ دوه اعشاره يو ميليونه هغه ماشومان او ځوانان چې عمرونه يې له پنځو تر ۲۴ کلونو پورې وو، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.په ورته مهال په راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۱ م کال کې ۱،۹ يو اعشاريه نهه ميليونه ماشومان مړه زېږېدلي، چې ډېره برخه يې د افريقا په صحرا او سوېلي آسيا کې ثبت شوي دي.بل‌خوا د امريکا او اروپايي هېوادونو په پرتله د افريقا په صحرا کې له پنځو کلونو مخکې د ماشومانو د مړينې ګواښ ۱۵ برابره ډېر ښودل شوی دی.ملاريا، اسهالات او نورې ناروغۍ د نوي زېږېدلي ماشومان د ژوند په لومړيو ۲۸ ورځو کې د دوی د مړينې له اصلي لاملونو ګڼل شوي دي.په راپور کې همداراز ويل شوي چې له ۲۰۰۰م  کال راهيسې د مور او ماشوم د مړينې کچه ټيټه شوې ده.د روغتيا نړيوال سازمان په خپور شوي راپور کې خبرداری ورکړل شوی، که روغتيايي خدمتونه په سمه توګه وړاندې نه ‌شي، ښايي تر ۲۰۳۰م کاله شاوخوا ۵۹ ميليونه ماشومان او ځوانان خپل ژوند له لاسه ورکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *