افغانستانخبرونهروغتیا

د روغتيايي کارکوونکو معاشونه د هغوی د علمي سطحو د معيار پر بنسټ لوړېږي

د عامې روغتيا سرپرست وزير ډاکتر قلندر عباد د تخصصي او ثالثي روغتونونو له رئيسانو سره ليدنه کړې.په دې ليدنه کې په تخصصي او ثالثي روغتونو کې د روغتيايي خدمتونو پر ښه والي، د مسلکي کسانو پر ګمارنې، د روغتيايي پرسونل د معاشاتو پر لوړوالي او ګڼو نورو موضوعاتو اړوندې خبرې شوي دي. ډاکټر قلندر عباد د روغتونونو د رئيسانو ستونزې اوريدلي او د بشپړ حل ډاډ يې ورکړی. نوموړي همداراز د روژې مبارکې مياشتې په رارسېدو سره، د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئيسانو ته په خطاب کې ويلي؛ چې ياده مياشت الله تعالی ته په ټولو مياشتو کې غوره او له ځانګړو فضيلتونو ډکه مياشت ده، چې په همدې موخه ټول روغتيايي کارکوونکي؛ بايد د نورو ورځو په څېر په دې مياشت کې هم په ۲۴ ساعته ډول خپلو هيوادوالو ته غوره روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي.سرپرست وزير همداراز د روغتيايي پرسونل د معاشونو په اړه ويلي؛ موږ د يو منظم پلان له مخې يوه لايحه ترتيب کړې، چې له مخې به يې په نږدې راتلونکې کې د ټولو روغتيايي کارکوونکو معاشونه د هغوی د علمي سطحو د معيار پر بنسټ لوړشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *