خبرونهنړۍ

د روسیې په هوایي برید کې ۶۰۰ اوکرایني پوځیان وژل شوي

له اوکرایین ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د روسیې په هوایي بریدونو کې ۶۰۰ اوکرایني پوځيان وژل شوي دي.
د روسيې دفاع وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د اوکرایني ځواکونو په وروستي برید کې یې د خپلو ۶۰ وژل شويو سرتيرو په غچ کې يې د اوکراين ۶۰۰ سرتيري وژلي دي، د روسيې دفاع وزارت همدا راز ويلي، چې اوکرايني سرتېرو ته يې دغه خونړۍ مرګ ژوبله “کراماتورسک” ښار کې د هغوی د قرارګاه هدف ګرځولو له امله اړولې ده.

د راشا ټوډي د راپور پر اساس، د يکشنبې د ورځې عمليات يې د کيف د هغو بريدونو په ځواب کې تر سره کړي، چې د نوي کال د اولي شپې په نمانځنه کې يې پر روسي سرتيرو تر سره کړي وو او لږ تر لږه ۶۰ روسي سرتيري يې وژلي و.
د روسيې دفاع وزارت همدا راز ويلي، دوی د کرسمس د نمانځنې له امله د ډزبندۍ ټول قوانين عملي کړي وو؛ خو اوکرايني سرتيرو سرغړونه وکړه او د روسيې تر کنټرول لاندې سیمې يې د خپلو بريدونو هدف وګرځولې.

باید وویل شي چې د نوي 2023م کال د جنورۍ مياشتې په ۲ نېټه د دوشنبې په ورځ اوکرايني سرتيرو په دونتسک سيمه کې د روسيې موقته قرارګاه په ۶ توغنديو وويشتله، چې د روسيې دافع هوا سيستم دوه توغندي هدف ته تر رسېدو وړاندې شنډ او څلور يې په هدف ولګېدل.
په ورته مهال اوکراين د روسيې وروستي بریدونه تائید کړي خو ادعا یې کړې ده چې دونتسک کې يې د روسيې ۴۰۰ پوځيان وژلي او ۳۰۰ نور يې ټپيان کړي و هغه ادعا چې روسیه یې ردوي او یوازې د خپلو ۶۰ تنو پوځیانو وژل یې منلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *