خبرونهنړۍ

د روسيې پر بلګراد ښار د اوکراين بريد درنه مرګ ژوبله اړولې

هيواد:د راپورونو له مخې د روسيې پر بلګراد” ښار د اوکراين بريد کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د روسيې د بيړنيو حالاتو وزارت خبر ورکړي، چې، پر بلګراد ښار د اوکراين د پوځ  بريد کې ۱۲ تنه وژل شوي دي.د ياد ښار والي “وياچسلاف ګلادکوف” په خپلې ټيلګرام پاڼه ليکلي، چې په دې بريد کې ۱۲ تنه وژل شوي او له ۲۰ ډېر نور ټپيان شوي دي.د روسيې د دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د اوکراين بريد يوه “ترهګريزه” کړنه بلل شوې ده.په ورته مهال د روسيې د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند “ديميتري پيسکوف” ويلي، چې ولسمشر “ولاديمير پوتين” د “بلګراد”ښار له وضعيت څخه خبر شوي، د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخارووا بيا پر ټيلګرام پاڼه ليکلي، چې “د کيف اداره او لويديځ د دې بريد اصلي مسئولين دي. نوموړې خبرداری ورکړي، چې غچ به يې و اخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *