افغانستانخبرونه

د روسيې وسله والو ځواکونو دونيتڅک کې يو مهم ښارګوټی نيولی

هيواد: د سپوتنيک خبري آژانس د خبر له مخې د روسيې وسله والو ځواکونو له سختو جګړو وروسته د اوکراين په “دونيڅک” ايالت کې د “چيګاري” په نامه يو مهم او ستراتيژيک ښارګوټی نيولی دی.د روسيې د دفاع وزارت د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره ادعا کړې، چې له دوه ورځنۍ سختې جګړې وروسته يې ځواکونو د ياد ښارګوټي کنترول په خپل لاس کې اخيستي دی.په خبر پاڼه کې دغه راز ادعا شوې، چې پر اوکراين د عملياتو له پيل راهيسې يې د اوکرايني پوځ ۸۰۰ بې پيلوټه الوتکې، ۶۲۶ الوتکې جيټ الوتکې، ۲۷۷ چورلکې، ۲۷ زره ۳۱۴ کوچنۍ ډرون الوتکې، ۵۴۰  د هوايي دفاع سيستمونه، ۱۶ زره ۵۲۱ ټانکونه او زغره وال ګاډي، د توغنديو دفاعي سيستم، ۱۳۶۶ ملټي بيرل راکټ لانچر، ۱۱ زره ۵۱۶ هاوان او ۲۳ زره ۴۱۰ ځانګړي پوځي وسايط له منځه وړل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *