افغانستانخبرونه

د روان کال په لومړيو درېيو مياشتو کې څه‌باندې ۷۰۰ زره برښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د روان ۱۴۰۳ کال په لومړيو دريو مياشتو کې د ټول هېواد په کچه د برښنايي پېژندپاڼو او آسان خدمت ۷۶ وېش څانګو له لارې ۷۰۲ زره او ۱۴۸ برښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي.د روان کال په لومړيو درېيو مياشتو کې تر ټولو زياتې پېژندپاڼې په کابل ولايت کې وېشل شوې، چې شمېر يې ۱۳۱ زره ته رسېږي.

تر کابل وروسته په ترتيب سره، هرات ولايت کې څه‌باندې ۶۸ زره، بلخ کې تر ۴۵ زرو زياتې، ننګرهار کې شاوخوا ۳۴ زره او په کندز کې تر ۳۲ زرو زياتې برښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

د يادونې وړ ده، چې د روان کال په لومړيو درېيو مياشتو کې د ټول هېواد په کچه ۱۸ زره نورو کسانو ته د برښنايي پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *