
د شهيدانو او معلولينو وزارت مسئولين وايي: د ډېرو معلولينو حقوق ورکړل شوي او يوازې شل سلنه ته نه دي ورکړل شوي، د روان لمريز کال تر پايه به ورکړل شي.د دغه وزارت وياند فيصل خاموش وايي: (( د ماليې وزارت له لوري دغه وزارت ته دوه ميليارډ افغانۍ ځانګړې شوي او اوس يې وېش ولايتونو ته د اړتيا له مخې پيلېږي. د پاتې معلولينو معاشونه د روان کال تر پايه ورکول کېږي.)) يوشمېر معلولين د حکومت له لوري دوی ته د خپلو حقوقو د نه ورکړې له امله شکايت کوي او وايي ،چې د ژمي په دې شپو او ورځو کې د خوړو او کور ګرمولو لپاره څه نه لري.بوستان علي د ميدانوردګو اوسېدونکی دی. دی وايي، چې د څلور کسيزې کورنۍ سرپرست دی او خپلې دواړه سترګې يې د جګړو پر مهال له لاسه ورکړي دي. دی زياتوي: څو مياشتې کېږي چې د تقاعد حقوق يې نه دی ترلاسه کړي.دی وايي: (( زه چې معلول او وزګاره هم يم، نو فکر وکړئ چې څه ډول ژوند به لرم. د يوه سوالګر په څېر ژوند لرم او له سوال کولو مرګ غوره دی.))زړګی چې د کاپيسا اوسېدونکی دی او د جګړو پر مهال په يوه پښه معيوب شوی وايي: د تقاعد حقوق يې نه دي ورکړل شوي او ټوله ورځ کې د خپلې اته کسيزې کورنۍ لپاره يوازې څلور ډوډۍ برابرولی شي.ده رسنيو ته ويلي: (( د يوې اته کسيزې کورنۍ لپاره يوازې څلور ډوډۍ پيدا کولای شي، په کرايي کور کې ژوند کوي او د کور ګرمولو لپاره څه نهلري او ډېر بېوزله او ناچاره دی.))له دې سره، د شهيدانو او معلولينو وزارت مسئولين وايي: د ډېرو معلولينو حقوق ورکړل شوي او يوازې ۲۰ سلنه ته نه دي ورکړل شوي، د روان لمريز کال تر پايه به ورکړل شي.د دغه وزارت وياند فيصل خاموش وايي: (( د ماليې وزارت له لوري دغه وزارت ته دوه ميليارډ افغانۍ ځانګړي شوي او اوس يې وېش ولايتونو ته د اړتيا له مخې پيلېږي. د پاتې معلولينو معاشونه د روان کال تر پايه ورکول کېږي.))د يادونې وړ ده چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر يا اوچا ويلي وو، اټکل کېږي چې د افغانستان ۱۵ سلنه نفوس معلولين جوړوي او بشري مرستو ته اړتيا لري.