افغانستانخبرونهلوبه

د راتلونکي نړیوال جام لپاره د افغان اتلانو چمتووالی

د ۲۰۲۴ کال د کرکټ نړیوال جام چې د جون په دویمه نېټه په ویسټنډیز کې پیلېږي، د همدې میاشتې تر آخره به دوام ومومي. دغه جام ته لا تر اوسه زیاتو هېوادونو خپلې لوبډلې اعلان کړې دي، افغانستان هم ورته په دې وروستيوکې ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې له مخې یې رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، نجیب ځدراڼ، محمد اسحاق، عظمت الله عمرزی، محمدنبي، ګلبدین نایب، کریم جنت، راشدخان، ننګیال خروټی، مجیب ځدراڼ«، نوراحمد، نوین الحق، فضل حق فاروقي او فریداحمد ملک د افغان اتلانو په لوبډله کې ځای لري. په دې اړه مو د همدې لوبډلې له یوه لوبغاړي نجیب الله ځدراڼ سره خبرې کړې دي، ده د روانو داخلي لوبو په اړه د هېواد ورځپاڼې خبریال ته وویل: دا پرېکټیس زما لپاره ډېر مهم و، ویکټې هم زیاتره هماغه رقم دی، لکه څنګه چې ویسټنډیز کې دی، ما لوبې هلته کړي هم دي، دومره فرق یې سره نشته . ښاغلی ځدراڼ وایي: کوښښ کوم چې دلته هم په هغه رول بېټینګ وکړم، په کوم رول چې په نړیوال جام کې لوبېږم.

« پرکټیس مېچونه ډېر زیات مهم دي، په رېسټ سړی فام ته نه راځي. که څه هم لږ انجري مې لرې، الحمد لله هغه هم اوس ښه شوې ده.» دی د کورنیو لوبو د ګټو په اړه وایي، چې دا لوبې زیاتې ګټورې په دې دي، چې ځوانو لوبغاړو ته په کې زیات چانس ورکول کېږي او له دې ځایه ملي لوبډلې ته ښه استعدادونه راتللی شي. نوموړی زیاتوي: الحمدلله یو کال وشو، چې ټورنمنټونه یې زیات کړې دي او امېد لرو چې نور یې هم زیات کړي، کوم چې شپږيزه او زموږ خپل لیګ دی ای پي ایل(APL) هغه شاید وشي، دغه ټورنمنټونه د لوبغاړو او ځوانانو لپاره مهم وي، چې دوی دلته خپل استعدادونه وښیي، ځکه چې زیاتره لوبغاړو ته د لوبې موقع نه وي او دغه مېچونه یې ښه ځای دی، چې خپلې وړتیاوې وښیي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند نسیم سادات د هېواد ورځپاڼې خبریال ته د کابل کرکټ لوبغالي او د ویسټنډیز کرکټ لوبغالو په اړه وویل: زه چې څومره لوبغاړو او روزونکو سره په بېلابېلو برخو کې پاتې شوی یم، د هغوی د معلوماتو په اساس اسیایي کنډېشن یا اسیایي ویشتنځایونه او د ویسټنډیز ویشتنځایونه ډېر فرق نه لري، نو ان شاالله ډېره غټه ستونزه به نه وي، دغه راز د افغانستان دکرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي چې په دغه نړیوال جام کې لوبېږي، دوی هم په ویسټنډیز کې سیالۍ ترسره کړې او په دغو لوبغالو کې لوبېدلې دي او له ویشتنځایونو سره بلد دي.

ښاغلی سادات د افغانستان نړیوال جام ته ټاکل شوې لوبډله یوه هر اړخیزه او پوره لوبډله ګڼي، دی وایي:  د افغانستان سکواډ ته که تاسې وګورئ، دا بهترین سکواډ دی. په دې کې ټول ټي ټونټي(T20) سپېشل لوبغاړي دي، چې یو شمېر یې دا مهال د هند سوداګریز لیګ کې بوخت دي، یو شمېر له الف لوبډلې سره دي او یو شمېر دلته په هېواد کې د قوشتېپې ملي شل اوریز جام کې مصروف دي، نو ښه خبره دا ده ، ټول هغه لوبغاړي چې په نړیوال جام کې به ګډون کوي، ټول په چمتوالي بوخت دي او دغه روانې سیالۍ د هغوی لپاره ښه چمتوالی کېدلی شي، تر څو دوی په راتلونکي نړیوال جام کې د افغانستان لپاره ښې لوبې وکړي.

ده یې د لوبډلې د تېزو توپ اچوونکو په اړه هم وویل: د سکواډ په کمبینشن کې درې چټک توپ اچوونکي دي، فضل حق فاروقي، فرید احمد ملک او نوین الحق، نو په څنګ کې یې چې هغه نور درې چټک توپ اچوونکي دي، هغه الرونډران دي، چې هغه ګلبدین نایب، عظمت الله عمرزی او کریم جنت دي، نو که تاسې په ټوله کې د نړۍ لیګونه تعقیب کړئ، همدارنګه د نورو هېوادونو ملي لوبډلې وګورئ، نو په شل اوریز فارمټ کې نن سبا کرکټ دومره تېز دی، چې هره لوبډله غواړي، له هغوی سره په شل اوریز فارمټ کې الرونډران زیات و اوسېږي ،نو له همدې علته د افغانستان په سکواډ کې هم ورو توپ اچوونکي الرونډران لکه خپله محمد نبي، راشد خان او مجیب، دغه راز چټک توپ اچوونکي الرونډران لکه ګلبدین، عظمت الله عمرزی او کریم دوی هم یو ځای شوې دي، نو په ټوله کې ډېر ښه کمبېنېشن دی، که بیټینګ ته وګورو، الرونډرانو ته وګورو، نو تمه مو همدا ده، چې دوی به ښه وځلېږي.

ښاغلی سادات د لوبډلې د مورال په اړه زیاتوي چې زموږ لوبډلې له دې مخکې هم لویې لویې لوبډلې ماتې کړې دي او همداسې راتلونکي جام کې هم دا توقع کېدلی شي، چې لویو لوبډلو ته ماتې ورکړي او د افغانستان لپاره ویاړونه وګټي.

د یادونې وړ ده، چې د راتلونکي نړیوال جام لومړی پړاو چې په ویسټنډیز کې ترسره کېږي ۱۶ لوبډلې لوبېږي، چې د همدې جام دویم او وروستی پړاو به د امریکا په متحدو ایالاتو کې ترسره کېږي.

تاج محمد بهار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *