
د درونټې برېښنا کوټ دويم نمبر توربين چې له څه مودې راهيسې د ځينو تخنيکي ستونزو له امله له فعاليته لوېدلي و، شافټ او نور تجهيزات يې د برېښنا کوټ د مسلکي تخنيکي کارکوونکو له لوري د دوه مياشتو پرله پسې هلو ځلو وروسته په اساسي شکل بيا ورغول شو.د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د ننګرهار برېښنا رئيس مولوي جان محمد انقلابي د دويم نمبر توربين د پرانيستې پر مهال د برېښناکوټ له ټولو مسئولينو او تخنيکي کارکوونکو مننه وکړه، چې د تل په څېر يې خپله مسلکي وړتيا او ژمنتيا ثابته کړې او دويم نمبر توربين يې د روسي انجنيرانو له همکارۍ پرته په خپلو امکاناتو په ښه شکل فعاليت ته چمتو کړ.تر دې وړاندې به د درونټې برېښناکوټ توربينونه د خرابېدو پر مهال د روسي انجينرانو له لوري رغول کېدل او افغانستان ته د هغوي په انتقال او مېشت کېدو به لوړ مالي لګښتونه راتلل.هېره دې نه وي، چې د دويم نمبر توربين په بيا فعالېدو سره به د برېښناکوټ د توليد ظرفيت خپل اعظمي حد ته ورسېږي او د ښاريانو د برېښنا د کمښت او پرچاوۍ ستونزې به ورسره حل شي.