خبرونه

د خوست ښاروالي: له ښځينه وو سره د اقتصادي ثبات د ښه کېدو لپاره موکار کړی

دغه سوداګريز مارکېټ چې د ژغورنې نړيوالې کمېټې يا ای ار سي له خوا په دوو پوړونو کې د تېر نظام پر مهال په اساسي ډول جوړ شوی، ۱۰۸هټۍ او ۵۶غرفې په کې موجودې دي.۲۸ کلنه مريم چې تور ماسک او تور حجاب يې پر تن دی ،په دې مارکېټ کې د رخت پلورنځي لري، زياتوي ،چې دغه مارکېټ يې دويم کور دی او له ستونزو پرته په کې تجارت کوي.نوموړې وايي: دغه مارکېټ ته ښځې په ډاډه زړه راتللی شي او د خپلې اړتيا وړ توکي اخيستلی شي: (( زه هم ښځه يم او بله هم ښځه راته راشي، سودا ښه اخيستلي شي، خپله يې پېژندلی هم ښه شي؛ د نارينه دوکاندار په پرتله له ما سره راحته وي؛ زه چې هټيواله يم ماته هم په ښار کې له نارينه دوکاندار څخه سودا اخيستل سخت وي؛ ما مخکې مثال درکړ ،چې دا ځای زما دويم کور دی .))۳۵ کلنه بي بي اسيا چې خاوند يې وفات دی او د څو اولادونو پالنه يې پرغاړه ده، دا وخت يې د دې سيمې له دود سره سمه شنه چادري پر سره ده. نوموړې وايي، چې ټوله ورځ ستړې ستومانه دلته ښځينه رختونه او بنجاره توکي پلوري او له مازديګر وروسته د کور کارونه هم کوي.بي بي اسيا زياتوي: ماشومان يې کوچني دي او مجبوره ده، چې د کورنۍ لپاره نفقه پيدا کړي او له حکومته غواړي، چې د ښځينه پانګوالو لپاره په دې برخه کې نورې آسانتياوې هم رامنځ ته کړي: (( لکه خپل کور کې چې سودا کوي، دا ځای زموږ لپاره دومره مناسب او عزت‌مند دی، د ورځې شپږ– اووه زره سودا کېږي؛ زه د کورنۍ سرپرسته يم، خاوند مې مړ دی، زامن مې کوچني دي، د مجبوريت په اساس کار کوم، الحمدالله ضرورت مو ورباندې پوره دي.))د بي بي په نامه يوه عمر خوړلې مېرمن وايي، چې د خپلې خوښې د اړتيا وړ توکي اخلي او په وينا يې دغه مارکېټ د ښځو لپاره تر ټولو خوندي ځای دی: ((دغه مارکېټ ته چې زه راځم هر شي پيدا کېږي، چې کوم څه وغواړم، ښه په امن کې هم دي او د هر څه سودا په کې شته، دلته سړی نه شته، د لسو کالو هلک هم نه راپريږدي.))د دغه مارکېټ مشره نرګس چې همدلته يو دوکان هم لري او ترڅنګ يې د نورو ښځينه وو سوداګريزې ستونزې هم حلوي، وايي چې ښځينه کولی شي په دغه مارکېټ کې په ډاډه زړه سودا واخلي: ((زموږ مارکېټ ډېر په امن کې دی او ښکلی روان دی، ښه په عزت کې دی، هېڅ کومه ستونزه موږ ته نشته، سودا ښه کېږي، ښځې له مرکز او لرې ځايونو څخه په آزاد ډول دلته راځي او خپلې سوداوې کوي، هېڅ مشکل نشته.))په ورته وخت کې د خوست ښاروالۍ رياست د څلورمې ناحيې مدير مولوي عبدالوهاب وايي، چې له ښځينه وو سره د اقتصادي ثبات ښه کېدو لپاره يې د دوی ملاتړ کړی او د دغه مارکېټ د پراختيا لپاره نور پلانونه هم تر کار لاندې دي: ((دې مارکېټ کې چې کوم نواقص موجود وو، لکه مخکې يې کټارې نه لرلې، هغه کټارې مو د دوی لپاره برابرې کړې، نور داسې کوم څه نشته چې هغه د ښځينوو لپاره تکليف جوړ کړي، يا د دوی د اخيستلو او خرڅولو په برخه کې مانع وګرځي.))
د يادونې وړه ده ،چې په خوست ښار کې د ښځينه توکو د خرڅلاو ګڼ مارکېټونه موجود دي، خو د ښځينه کاروباريانو لپاره ايله يو مارکېټ ځانګړی دی. دوی وايي، چې که دې برخه کې همکاري ورسره وشي تر يوې کچې به يې اقتصادي ستونزې راکمې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *