افغانستانخبرونه

د خوست په ګربزوسوالۍ کې د نيالګيو کېنولو ولسي اشر تر سره شو

د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې د خلکو له لوري د نيالګيو کېنولو ولسي اشر ترسره شو، چې د غلام خان بندر د لارې په مسير کې سلګونه د ((ناجو)) ونو نيالګي کېنول شول.د دې ولسوالۍ اوسېدونکی وايي: د دغو نيالګيو د ساتنې او پالنې لپاره دې مسئولين پاملرنه وکړي، ترڅو د دې سيمې ښکلا او سمسورتيا ورسره ډېره شي.د ګربزو ولسوالۍ اوسيدونکی سفير الله وايي: نيالګي د پاک چاپېريال په ساتنه کې خورا مهم رول لري، نو په کار ده چې د دغو نيالګيو ساتنه وشي او نور هم کېنول شي:(( د هوا د تصفيه په برخه کې نيالګي يوه مهمه برخه اخلي، د دې ترڅنګ د هوا کاربن ډای اکسايد د همدې نيالګيو په واسطه جذب کېږي، د خاورې ساتنه کوي، د اوبو ساتنه کوي او په همدې شکل سره د يوه چاپېريال د سمسورتيا د ښيرازۍ سبب کېږي.))د شاکرين په نامه د دې سيمې بل اوسېدونکی وايي: ځوانان دې په نورو سيمو کې هم ورته اقدام وکړي او نيالګي دې کېنوي او په وينا يې: اړونده ادارې دې هم دغه نيالګي له وچېدو وساتي او د اوبو لپاره دې منظم سيستم ورته جوړ کړي:(( نن په ګربزو ولسوالۍ کې د نيالګيو کېنولو اشر تر شو، ځوانانو نه مو دا غوښتنه ده ،چې په راتلونکي کې هم بايد دا ډول په اتفاق سره را ووځي. د اسلامي امارت څخه مو هم غوښتنه ده، چې د نيالګيو له کېنولو وروسته د دې اوبه کولو ته پاملرنه وکړي.))په ورته وخت کې د خوست د ګربزو ولسوالۍ ښاروال رفيع الله زهير وايي: د ولسونو له لوري د غلام خان بندر په مسير کې شاوخوا ۴۰۰ د ((ناجو)) ونو نيالګي کېنول شول، چې د سيمې ښکلا به نوره هم ورسره زياته شي.د ده په خبره، چې د ګربزو ښاروالي به له دې نيالګيو ساتنه کوي او پر وخت به اوبه هم ورکول کېږي: (( دا اشر چې د ګربزو ولسونو له خوا ترسره شو تقريباً څلور سوه، د ناجو نيالګي به د ګربزو ولسوالۍ اړوند د غلام خان عمومي سړک په مسير کېنول شي. انشاءالله ښاروالي په دې برخه کې جدي ده او د دوی سالمې روزنې او پر وخت اوبه ورکولو ته به پام کوي.))د يادولو ده ،چې د خوست په مرکز او ولسواليو کې هر کال په لکونو نيالګي کېنول کېږي ،خو د نه پاملرنې له کبله يې ډېری برخه، د وخت په تېريدو سره وچېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *