
په خوست کې د سپېرې ولسوالۍ او يو شمېر نورو سيمو اوسېدونکي وايي، د مخابراتي خدمتونو د نشتوالي له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او دوی له حکومت غوښتنه کوي ،چې خصوصي مخابراتي شرکتونه دې په دې ولسوالۍ کې فعاليتونه پيل کړي.د يادې ولسوالۍ يو اوسېدونکي وزيرالله وايي: د تېرو جګړو پر مهال د مخابراتي شبکو فعاليت ته اجازه نه ورکول کېده چې له همدې کبله ليني يا ځمکني تلېفونونه استعمالوي؛ خو دغه هم په سختۍ سره کار کوي او له مسئولينو په دې برخه کې کار غواړي:(( دلته موبايل کار نه کوي، له ډېرو ستونزو سره يې مخ کړي يو، ځمکني تلېفون لرو، خو هغه سم کار نه کوي صرف عاجل کار ورباندې کوو، موږ ته دې شبکې راوړل شي، ترڅو له نړۍ سره وصل شو.))په ورته وخت کې د سپېرې ولسوالۍ بل اوسېدونکی حيدري نظرخېل هم د مخابراتي شبکو له نشتوالي څخه شکايت کوي او وايي، چې په ياده ولسوالۍ کې مخابراتي خدمتونو ته خلک لاسرسی نه لري.(( زموږ لويه ستونزه د شبکو نشت دی، بېخي تلېفونونه کار نه کوي، د سټلايټ وای فای شته، خو په يو ساعت ۱۵۰ افغانۍ.))
په ورته مهال د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس شبېر احمد عثماني وايي: په لرو پرتو سيمو کې پخوا مخابراتي شبکو ته اجازه نه ورکول کېده ،چې له کبله يې دغه ستونزه رامنځ ته شوې ده.نوموړی وايي، چې نه يوازې سپېره، بلکې د خوست په نورو لرې پرتو سيمو کې هم مخابراتي شبکې فعاليت نه لري، خو زياته يې کړه ،چې د مسئولو چارواکو او خصوصي مخابراتي شبکو له مسئولينو سره غږېدلي، تر څو دغه ستونزه پر وخت حل شي:
(( د سپېرې ولسوالۍ او په ځينو نورو لرې پرتو ولسواليو او سيمو کې چې تراوسه مخابراتي خدمتونه نه دي وړاندې شوي، پخوا خو په لوي لاس دا کار شوی و او په اوس وخت کې يوازې سپېره نه، بلکې ځينې نورې ډېرې سيمې دي چې هغې ته زموږ پلان شته، ترڅو هلته شبکې فعالې شي.)) د يادونې وړ ده ،چې څو مياشتې وړاندې د همدې سپېرې ولسوالۍ زياتې سيمې زلزلې وځپلې او د مخابراتي شبکو نشت د خلکو ترڅنګ دې سيمې ته د مرسته کوونکو ادارو پر وړاندې هم يو لوي خنډ دي.