
د خوست په سپېره ولسوالۍ کې له شاوخوا زرو کورنيو سره د سرې مياشتې له لوري د ژمنيو توکو مرسته شوې؛ خو زلزله ځپلي وايي: د سړې هوا له کبله په ستونزو کې دي او د سرپناه ترڅنګ نورو ژمنيو توکو ته اړتيا لري.د دې ولسوالۍ دوه تنه اوسېدونکي کتاب خان او منور وايي: دغه مرسته به يې ستونزې تر يوې کچې راکمې کړي، خو زياتوي ،چې زلزلې او بې کارۍ ځپلې او په دې وروستيو کې هوا سړه شوې او د نورو اړينو مرستو غوښتنه کوي:(( موږ ته يې بکسونه راکړل، د ماشومان سامان په کې دی. موږ بيا همکاري غواړو موږ باندې زلزلې کېږي، غريب خلک يو، ډېره مننه ترې کوو، چې څوک له موږ سره مرسته کوي.))(( د ژمي د سړې هوا لپاره يې څه مواد او کوټونه، کمپلې او څه وسايل هم راوړي دي. موږ په راتلونکي کې غواړو ،چې د سرپناه، برق، سړکونو، استنادي دېوالونو، کلينيکونو او مکتبونو په برخه کې همکاري راسره وکړي.))ورته مهال د سرې مياشتې مسئولين وايي: په تېر کې يې په دغې ولسوالۍ کې شاوخوا زر کورونه هم بېرته رغولي او په وينا يې اوس له ۹۴۱ کورنيو سره د ژمنيو توکو درې بستې مرسته وشوه، چې د ماشومانو، ښځو او نارينه وو لپاره ژمني توکي په کې شامل دي:(( موږ د ۹۴۱ کورونو لپاره توزيع لرو، په دې توزيع کې موږ زماني کېټونه ورکوو ،چې درې بکسونه دي او په هر بکس کې د ماشومانو، ښځينه او نارينه وو لپاره توکي دي.))د افغان سرې مياشتې د جنوب ختيځ زون رئيس الياس ناصري وايي: په دغه زون کې يې د شاوخوا ۳۰۰ ميليونو افغانيو په ارزښت له زلزله ځپلو سره همکاري کړې.نوموړي وويل: تقريباً له ۳۵ زرو زيانمنو شويو کورنيو سره يې د سرپناه، خوراکي او غير خوراکي توکو په برخه کې مرسته کړې ده:(( موږ تقريباً ۳۰۰ ميليونه افغانۍ په دغه زون کې سږ کال توزيع کړې دي. پنځه دېرش زره کورنيو ته مو په دې کال کې تر څلوېښت زره پورې يوازې ارتزاقي مواد او البسې توزيع کړي دي.)) د يادونې وړ ده ،چې د خوست په سپېره ولسوالۍ کې زلزله ځپلي خلک د سړې هوا له کبله له يو شمېر روغتيايي ستونزو سره هم مخ شوي او دوی له نړيوالو مرستندويو ادارو څخه د بيارغونې په برخه کې هم د همکارۍ غوښتنه کوي.