افغانستانخبرونه

د خوست د يعقوبيو صبريو ولسوالۍ اوسېدونکي: پنځه کاله وړاندې جوړ شوی روغتون تر اوسه هم نه دی فعال شوی

د خوست د يعقوبيو صبريو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په سيمه کې يې د څلورو ولسواليو اوسيدونکو لپاره شاوخوا پنځه کاله وړاندې يو روغتون جوړ شوی ،خو تراوسه فعال شوی نه دی.دوی وايي اوسمهال په دغه روغتون کې د يوې ولسوالۍ په کچه خدمتونه هم نه ترسره کېږي او له مسئولينو د ياد روغتون د فعاليدو غوښتنه کوي.راپور بصير ياد ،د خوست د يعقوبيو صبريو ولسوالۍ اوسيدونکي شکايت کوي ،چې په سيمه کې يې شاوخوا پنځه کاله وړاندې جوړ شوي دېرش بستريز روغتون تراوسه نه دی فعال شوي.دغه دېرش بستريز روغتون د صبريو يعقوبيو ولسوالۍ د اوسيدونکو سربېره د باک، تريزيو عليشېرو او ځاځي ميدان ولسواليو اوسيدونکو د ګټې اخيستنې لپاره جوړ شوی.د سليمان صالح په نامه د صبريو يعقوبيو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی وايي: د څو کلونو په تېريدو سره لا هم مسئولينو دغه روغتون نه دي فعال کړی، چې له کبله يې د روغتيا په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.(( دلته موږ يو دېرش بستريز روغتن لرو، چې د څلورو ولسواليو لپاره جوړ شوی دی، ځينې ساحې يې هم تخريب شوي او غير فعال هم دي، که دغه روغتون موږ ته فعال شي زموږ ستونزې به حل شي.)) د ګل رسول په نامه د صبريو يعقوبيو ولسوالۍ بل اوسېدونکی وايي: دا ولسوالۍ له خوست ښار څخه لرې ده او د دوی ناروغان په خپل وخت ملکي روغتون ته نه رسېږي.نوموړي وويل ،چې دا مهال دوی په خپله سيمه کې د معياري خدمتونو وړ روغتون نه لري، نو د ياد دېرش بستريز روغتون فعالول ډېر اړين دی:(( دلته يو دېرش بستريز روغتون ډېر وخت کېږي ،چې جوړ شوی ،خو کوم چا يې غم نه دی خوړلی او اوس د تخريب په حال کې دی، موږ د لوړو پوړو چارواکو څخه هيله کوو ،چې د دې غم راته وخوري، ځکه چې موږ نه شو کولی شپه کې بل ځای ته مريض انتقال کړو، بايد د دې کلينيک غم وخوري.))په ورته وخت کې د خوست د عامې روغتيا رئيس ډاکټر فضل کريم مندوزی وايي، چې د ياد روغتون د فعالېدو لپاره يې خپلې هڅې پيل کړی دی.نوموړي زياته کړه: د اوس لپاره دوی په دې هڅه کې دي ،چې په دغه روغتون کې د ولسوالۍ په کچه روغتيايي خدمات پيل کړي.(( دغه به ډي اېچ کلينيک وي، دې ته به ټول پرسونل نيول کېږي او دا به انشاالله په نېږدې وخت کې فعالېږي او د خلکو ګټې اخيستنې ته به اماده کېږي، موږ له مخکې کار پرې پيل کړی دی؛ دا دوه درې مياشتې کېږي او مکتوب يې هم راغلی دی.))د يادونې وړ ده، چې د خوست په يو شمېر ولسواليو او لرې پرتو سيمو کې خلک د معياري روغتيايي خدمتونو د نه شتون له امله شکايتونه کوي او له مسئولينو غواړي ،چې په روغتيايي برخه کې د آسانتياوو رامنځ ته کولو ته کار وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *