افغانستانخبرونه

د خوست د تڼيو ولسوالۍ د برښنا ستونزه هوارېږي

د خوست محلي چارواکي وايي ،چې د ۱۵ميليونه افغانيو په لګښت د دې ولايت تڼيو ولسوالۍ ته د برښنا د لېږد چارې پيل شوې.د خوست د برښنا شرکت رئيس انجنير فولاد معاويه وايي ، چې وارداتي برښنا به په لومړي سر کې د ولسوالۍ مقام سره ونښلېږي او وروسته به نورو سيمو او کليو ته  هم وغځول شي.د نوموړي په وينا، پر يادې پروژې څه باندې ۱۵ميليونه افغاني لګښت راځي ، چې د کورنيو چارو وزارت د سرپرست سراج‌الدين حقاني په امر د ياد وزارت له بوديجې ورکول کېږي.ده ډاډ څرګند کړ، چې د دې پروژې چارې به په خپل وخت بشپړې شي. د تڼيو ولسوالۍ اوسېدونکو هم له ولايتي ادارې د مننې ترڅنګ، خوښي څرګنده کړه چې سيمه به يې د برښنا له نښلېدو وروسته پرمختګ وکړي او شته ستونزې به يې تر يوه بريده اوارې شي.د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي احمد‌جان وايي، چې دوی له پخوا راهيسې د وارداتي برښنا د لېږد غوښتنه کوله، خو په وينا يې، چا يې غږ نه‌اورېده.ده وويل:  دا چې اوس دغې ولسوالۍ سره د برښنا د نښلېدو چارې پيل شوې، د تڼيو ولسوالۍ د اوسېدونکو ډېرې ستونزې به ورسره هوارې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *