
د خوست د امنيه قوماندانۍ مسئولين وايي: د تېر يو کال په جريان کې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې او جنايي پېښو په له منځه وړلو کې مثبتې لاسته راوړنې لري.
د امنيه قوماندانۍ وياند مستغفر ګربز رسنيو ته وويل، په تېر يو کال کې يې له ۳ کيلو ګرامه زياته شيشه، ۲۴۳ کيلو ګرامه چرس، ۳۱ لېټره الکول او همدا ډول يې، ۳۳ موټر سايکل، اووه عرادې موټر او ۱۲ بېلابېل ډوله وسلې نيول شوې چې په تړاو يې ۲۴۰ تنه هم نيول شوي دي.
((۲۴۱ تنه د معتادينو شفاخانې ته د درملنې په هدف معرفي شوي چې نن ورځ ۴۰ کسان له تداوي وروسته بهر کېږي، د نشهيي توکو د مبارزې منسوبينو له لوري پنځه جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه او واړول شوه.))
ګربز زياته کړه، د بېلابېلو عملياتو په لړ کې يې له مجرمينو درې لکه اوويشت زره افغانۍ، نولس لکه ۷۳ زره پاکستانۍ کلدارې او نور ګڼ شمېر وسايل چې د ناوړه کړنو لپاره ترې ګټه اخيستل کيده؛ هم نيولي دي، بل پلو د خوست يو شمېر اوسېدونکي، د نشه يي توکو او جنايي پېښو په له منځه وړلو کې د امنيه قوماندانۍ چارې مثبتې او ګټورې بولي.نقيب الله ځلاند وايي: د امنيتي ځواکونو له لوري په مرکز او ولسواليو کې د نشه يي توکو د له منځه وړلو برخه کې پام وړ بدلون راغلی، خو زياتوي ،چې امنيتي ځواکونه دې هڅه وکړي څو د نشه يي توکو د توليد کارخانې او قاچاقبران له منځه يووسي.