افغانستانخبرونه

د حيرتان – مزار شريف دوسپنې پټلۍ له لارې بېرته انتقالات پيلېږي

د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې ويلي، چې د حيرتان – مزار شريف دوسپنې پټلۍ له لارې به ډېر ژر انتقالات پيل شي. يادې ادارې ويلي ،چې افغان پلاوي له ازبيکستان سره هم هوکړه کړې او په نږدې ورځو کې به د حيرتان – مزار شريف د اوسپنې پټلۍ مديريت افغان لوري ته وسپارل شي. د روانې سلواغې مياشتې په ۱۲ مه د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد په يوه ټويټ کې ويلي و، چې له حيرتان بندره انتقالات د لنډ وخت لپاره ځنډېدلي دي. د يادونې وړ ده ،چې ازبيکستان ۱۳ کاله مخکې د حيرتان ـ مزارشريف تر منځ ۷۵ کيلو متره رېل پټلۍ د ۱۲۹ ميليونو ډالرو په لګښت جوړه کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *