افغانستانخبرونه

د حيرتان‌‌ ـ ‌مزارشريف دوسپنې پټلۍ دادارې مسئوليت افغانانو ته سپارل کېږي

د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې له ازبکستان څخه افغانانو ته د حيرتان ‌ـ‌ مزارشريف د وسپنې پټلۍ ادارې د مسئوليتونو د لېږد خبر ورکړی. له يادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې هوکړې له مخې د يادې پټلۍ مسئوليتونه د يو منظم مهالوېش له مخې افغان لوري ته سپارل کېږي.د يادونې وړ ده ،چې له تېرو شاوخوا ۱۱ کلونو راهيسې د دغې پټلۍ مسئوليت له يو ازبکستاني شرکت سره و.د افغانستان دوسپنې پټلۍ ادارې دغه راز ويلي ،چې د دې پروژې د ټولو چارو پر مخ بېلو ته چمتووالی لري او هڅه کوي ،چې د سوداګرو لپاره لا ډېرې آسانتياوې رامنځته کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *