افغانستانخبرونه

د حيرتان بندر له لارې ۱۴ زره ټنه توکي هېواد ته وارد شوي

د اوسپنې پټلۍ ادارې چارواکي وايي چې وړمه ورځ د حيرتان – مزارشريف اوسپنې پټلۍ له لارې ٢٢٩ واګونه سوداګريز توکي چې وزن يې ١٣٨٩٠ ټنه او ډېره برخه يې خوراکي توکي وو، هېواد ته وارد او ٣٦ واګونه الوګان او مميز چې وزن يې ٢٣٧١ ټنه دي، بهر ته صادر شوي دي. د اوسپنې پټلۍ ادارې ويلي، هڅه کوي چې د توکو لېږد رالېږد لپاره سوداګرو ته لازمې آسانتياوې او شرايط برابر کړي. د حيرتان بندر رېل پټلۍ د ازبکستان هېواد له پولې پيليږي او تر مزارشريف ښار پورې دوام لري چې ۷۵ کېلومتره اصلي او ۳۱ کېلو متره فرعي خطوط لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *