
د پاکستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې “حنا رباني کر” او د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په اسلام اباد کې وکتل.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې په دې کتنه کې له طالبانو سره د عملي تعامل پر اړتیا ټینګار شو. او دغه راز په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان او روسیې د همکاریو پر اهمیت او دوام هم ټینګار شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو لوړ پوړی روسي پلاوی کابل ته راغلی و او د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان حکومت رسمیت پیژندلو ته یې لیوالتیا ښودلې وه.